(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راشه د سولې لمره

[30.Dec.2015 - 01:31]

خپل يو ازاد شعر «د سولې لمر ته سرود» له تاسې دوستانو سره شريکوم:  محمد طاهر کاڼی

راشه، راپورته شه، راوخېژه 
د وړانگو د رڼا د ښاپېرۍ لاسونه وغځوه 
زموږ د زړونو او ارواوو پر کښتونو يې 
خواره واره کړه. 
راشه زموږ د جنگځپلي حال د مېنې نړېدلې نړۍ 
د خپلو وينو سمندر سره ډغرې وهي. 
راشه راپاڅه چې هستي ټوله خپه خپه ده، 
زموږ د سترو ارمانونو تکې سپينې ماڼۍ 
پر لور د سولې د رڼا د پېغلو  
اسونه وځغلوه. 
دلته نړۍ زموږ پرته ده د سره اور د بلا خېټې د بټۍ په تل کې، 
دلته هر څه د يوې سترې فرعوني کندې په تل کې دي پیريانو يرغمل نيولي 
او بې له تا موسا (ع) د ژغور نه لري.   
خو ته زموږ د ټپي زړونو اميدونو درمل 
ته مو د شتون د ودانۍ د هر يو پوړ يو تلروښانه څراغ 
ته مو د ژوند د تياره لارې کږلېچونو تلبلانده پانوس 
ته د هستۍ د ارمانونو د نیمگړې دونياگۍ بشپړولو استاد، 
ته مو د پیل د دوام په يو تلپاتې يون کې 
زموږ د بخت د څلي 
يو تل ځلانده ستوری.  
راشه د سولې لمره
يو ځل خو راشه چې زموږ د سوې سوې، ټپي شوې  
د سکروټو د ډبرو په باران کې ژوبل شوې نړۍ 
د وينو تياتر د غميزې ډرامه وگوره 
د ساندو اوښکو د ناورين ستره ويرنه واوره. 
يو ځل خو راشه چې زموږ د سينې 
په وچه دښته کې د غم د اوښکو 
څومره ژور ژور لښتي جوړ شوي  
د غم استازو عجيبه شان بزگري پيل کړې  
هره شېبه مو د سينې په ورانه دښته کې د درد او فريادونو نوی توخم کري  
زموږ د ځيگر وچه شودياره کې د وير د غرو لړۍ شنه شوې، 
زموږ د سيمې وامپيران مو د سرو وينو په حوضو کې لامبي. 
راشه د سولې لمره
راشه زموږ د برخليک د تياره خوني هېواد 
لويه سينه کې د رڼا کوترې والوزه. 
ستا د راتگ د زيري ستره مهربانه امېدواره مور  
د سولې د بچوڼو زېږنتون غواړي.  
تاته کلونه، شپه او ورځ، هره شېبه د انتظار پر برنډه تېرېږي.  
راشه زموږ د ويرځپلي ستړي ژوند د ارمانو په کرونده کې د سبا د ټيکاو 
د پسرلي د ښېرازۍ گڼ بزغلي وکره. 
راشه د سولې لمره!  
راشه، راپورته شه، راوخېژه 
د وړانگو د رڼا د ښاپېرۍ لاسونه وغځوه 
زموږ د زړونو او ارواوو پر کښتونو يې 
خواره واره کړه.  

روسيه-وولگينسکي
د ۱۳۹۴ ل کال د ليندۍ ۱۱
د ۲۰۱۵ ز کال د ډيسمبر ۲

-
بېرته شاته