(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مسلکي دولت

[12.Dec.2015 - 21:54]

طنز

محمود نظری 

موږ  څلور ډلې بې لوړو زده کړو لرو مسلکیان

یوه  ډله یې  زیږېدلي ده له موره  متخصصان

دویمه ډله یې ده له پلاره پلاره اصلي غوړمالان 

دوه لاسه واسلین کاروي نه ځای ګوري نه زمان

دریمه ډله یې هغه ده  چې له نیکه لري واسطه

هغه دي  د هر زور ور دوست یار اخښي  یا باجه

څلورمه ډله یې ده دجمعیت مسلکي لډران

دهغو دی په غصب ،اختلاس اوبډو ګذران

اصلي نا اهل کاران  په اهل ځایونو کې کوي کار 

یا دوکاندار وي یامامور وي یاکاتب دکوم تجار

***

اولې ډلې دمور په نس کې ویلی پوهنتون 

ورکړې ده دوکټورا د ارثي ذکاوت زیږنتون

د بزرګانو، مشرانو ، جهادیانو ټول زامن

چې هر یو یې نام خدا  لري اهل کارلمن لمن

ښه مثال یې د فهیم او قانوني  دي  بچیان

لکه خره دتوان سل چنده بار وري بې پالان

پایله یې ده دورسپارلو کارو خریړی کول

په سلو ورځو کاري پلان کې توړي کیدل

دضیا مسعود زوی سوی اوس  ان شهزاده

د قطر شهزاده  ته   په خپل امر ورکوي ویزه

***

 

دویمه ډله که چا وکړ د باچا په لشمي  صفت

هغه ته ورکول کیږي هرومرو سفارت یا وزارت

یاد مي دي چې چکري وکړ دکرزي یو وړ صفت

سبا هغه وزیر سود دخوارحاجیانو د وزارت

هغه لکه پیشي وتښتولې دحج دقرباني غوښه

اورپا ته یې ټوپ کړه لکه جاغوري چونګښه

بله ورځ اسمعیل وکړ دهغه یو صفت نا روا

په هغه مسلکي یې ختمه کړ ه ټوله  بريښنا

له ایران سره یې د بندونو د ورانولو وکړ تړون 

دې مسلکي  ونه کړ په خیانت کې څه لنډون

مقرریږي که چا وکړ  په دوکه دتاجدار صفت

که بل ځای نوی ارشد سي څوکیدار دسفارت

دا ډول مسلکیان قسم اخلي د رنډۍ په  بکارت

نه لري یوه ذره  وجدان  اونه باسي خجالت

***

دریمه ډله هغه سپین سترګې  دې دوکه مار

نیم دولت غواړي دا د ریاست اجراییه ټګمار

ټول دولت کې پاړسوب لري ددوی اختیار

په غلا بډو  او فسادکې بریالي دي بختیار

اتیا په سلوکې مسلکي غله همدوی دي

بسم الله ، یفتلی یي نمونه د غل غدوی دي

دا ډله  زور او  لوچکي کوي اوتل کوي  داردار

دا دي  په موږي تړلي خوسیان د شورا ی نظار

ددوی ان سګوانان  لا دي مسلکي جنرالان

ان دچور تالان ډوکتورا  لري  ددوی خر کاران 

***

 

څلورمه ډله یې اهل دی د شناخت او واسطه

هر بست کې مقرریږي بې پلانه بې نخشه 

دامسلکیان دی د لوی امر صاحب دوستان

 باجه  دماما اواکا زوی   دلور خسر اواخښيان

یو نمونه یې ده د فاع وزیر او ځینې دي سفیران

یو نه تجربه لري نه شخصیت  نه دي مسلکیان

ګل ګل میري ده نه مالومیږي په وطن کې  توره زن

هرورځ چې ګورو وطن کې ډیر مخکې  بېرته شاته