(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کتاب د مینې

[03.Dec.2015 - 11:12]

څنګه چې وايې په باب د میني
هسې هم غواړم شراب د میني
 
دهرچا برخه، د هغه په برخـه
داسې لیکلي اربــــــاب د مینې
 
ما په ازل کې، هم دي لوستلي
زما د بــرخې، کـتـاب د میني
 
له خــرابــاته هوسائې غواړم
هوسا بسیا دی خراب د میني
 
په لیونتوب کې پوهه ده نغښتې
هر لیونی دی مـــــااب د میني
 
په تورتورن  هرځای یادیږي
چا چــې ګـټـلی ثـــواب د میني
 
ګناه مې کړې، د میني لار کې
څوک دی چې اخلي حساب دمیني
 
ینه ، بډو‌ډي زړه ورسره هم
په اور ورتیږي کباب دمیني

نـه شتـه پوښتنه، بې له ځــــــوابـه
هر لیونی دی ، ځــــــواب د میني
 
په لاس ورغــــلې د لـیـونـیـانــو
په بېتابۍ کې، ښه تاب د میني
 
راشه امـــام شه، د لـیـونـیـانــو
چې شې نـړۍ کې افتاب د میني
 
مـمبر د میـنـي درمـبـارک شـي
په برم سره ، هم مهراب دمیني
 
دا هلې ځلې زما د« څاپی»هـم
په نغمو سر کړي رباب د میني
 
خان محمد مبارز «څاپی» بن /جرمني

 

-
بېرته شاته