(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افضل خان لالا دجنازي په وخت

[01.Dec.2015 - 09:31]

يادونه -- د محمد افضل خان لالا دجنازي په وخت ليكلى شوى :

نظم

دخپل تالا والا ولس په غم " غمخواره" مه ځه
لږ را ايسا شه " خان لالا " دخدای له پاره مه ځه

لا ده پښتونخوا په وينو سره پرته
لا خو کور په کور باندي ويرونه دي
لا خو د وحدت خوب دي نيمګړی دې
لا خو په وطن کې بل اورونه دي
اې د پرهر پرهر ارمان د زړه قراره مه ځه
لږ را ايسار شه " خان لالا " دخدای له پاره مه ځه

لا " وزيرستان " ټول لوټي لوټي دې
لا دي پښتني " لوڼه " سر توري دي
لا دي په" خيبر " کې آمن نه شته دې
لا د "وحشتونو" قيصي " نوري"  دي
اې د "بابا " د قافلي لو يه سالاره مه ځه
لږ رايسار شه " خان لالا " دخدای له پاره مه ځه

ولي دي ناڅاپه سترګي پټي کړي
تا خو ويل چې زه به خپلواکي ګټم
اوس به د " وحدت " خبره څوک کوي
تا خو ويل چې زه به " ازادي" گټم
د خپل "لا يق "د ارمانونو يکه زاره مه ځه
لږ را ايسار شه "خان لالا " دخدای له پاره مه ځه

لا يق زاده لا يق

-
بېرته شاته