(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نن او سل کاله وروسته

[30.Nov.2015 - 08:45]

طنز   

رښتیا وایم عالمه نن یوډیر بې بسه

په خپل دې وطن کې یو ډیر بې وسه 

مشر لرو لاکن دی  هغه سپین پسه 

امامت کوي زموږ دی ډیر بې اودسه 

لېوانو دهغه شاخوا جوړه کړې حلقه

ورته وایي رمې داړئ له رجې بې ترسه

پوهیږو د زورواکمنو  ده مزه چرچه 

هیڅ شی نه غواړي دنیا کې بې پیسه

نه غواړې دا کارغان پردي  بې  ډوله

سي زموږ په سیاست کې بې خپلوسه

باچا موپه سینګاراو کالو دی اخته

دمغز دکار ساحه یې ده ډیره بې حسه

ټوله ورځ بهر وي یاچکر یا میلمه

ویناوي کوي له خیټې بې اساسه

دوطن شته یې په غلو سپیره کړه

وایي ښه ده رقابت کوئ بې ګوسه 

له اوله پوهیدو دا بزرګان دي ډوپه

زموږ میرې ز ي دي بې وسواسه

دا وطن نه جوړیږي تر هغه وخته

چې ورک نسي له واکه بې ناموسه

وایي تاریخ لیکل کیږي غم مه کوه

نه چې دیوال وی بې بنیاده بې پخسه

دنیا بولي خر  زموږاتل اولویه کله

له وطن سره مو بدکیږي  بې قیاسه 

جهاد دافغان دعزت نرخونه بدل کړه

د پیغلې سنګسار ته سو بې احساسه

دنیا ته دخره د سر بیه لوړه ده تر افغانه

هرچیرې بمباردوینې بې وسواسه

پوهان  دلته له بیکاري وهي  تانپوره

درې ځایه کار کوي اصیل غله بې بسه

پوه ځوانان یویو وځي له خپله وطنه

یو د ډالري تنخواه پاس لري بل بې پاسه

دغله قدرډیریږي چې یې ختمه سي دوره

ورته زیارت جوړ یږي پر تپه بې اساسه

 

***

خوب وینم دی سل کاله وروسته

تلویزیون لا خاین راپیژني علامه

ښار کې ځړیږي لا د غلو انځورونه

دهر یوپه نوم ده یو ښاریوه مدرسه

سل کاله اوس تیر یږي له هغه وخته

ډیر باچاهان تیر سوي زوله زوله

لا تر اوسه نه دي را غلي تردې ښه

هغه چې ټول وطن یې کړ جزغاله

دا څنګه ښه خلک دي توبه توبه

دچا او کومو خلکو وکړو ګوسه

اوس هم دکړوسیانو  دمسعود 

فهیم او عبدالله په لاس کې ده پټاسه

دکابل ټوله غوڼدۍ سوي زیارتونه

بېرته شاته