(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

درد

[28.Nov.2015 - 12:10]

چې مي " درد " دحوصلو خبرې زده کړي
محبت مي د" نغمو" خبرې زده کړي

چې مي وکتل د" ځان" په ائينه کې
بي خودۍ مي د" توبو" خبرې زده کړي

...

چې "حالاتو "په مخ مخ څپيړي راکړي
"ننګ" مي هله د "پښتو" خبرې زده کړي

چې زما د ارمانونو " کور" يئ وران کړو
" رهبرانو " د "هغو" خبرې زده کړي

هله پوهه د" ارمان " په حقيقت شوم
چې جذبو مي د " جذبو " خبرې زده کړي

د انصاف خبره لاړه " افسانه ' شوه
ملکانو د " تسبو " خبرې زده کړي

اوس په چا مي باور نه راځي " لا يقه "
چې " بي ننګو " د " شملو " خبرې زده کړي

 

اعتبار

چې نصيب مي عاجزۍ کې "خوداري " شوه
"فقيري " مي دشاهانو "سرداري " شوه

...

چې مي وکتل يو ځلی د" يار" مخ ته
بي خودی مي د" ټول "عمر دلداري شوه

هله پوهه د " جنون "په حقيقت شوم
چې مي کله محبت سره "ياري " شوه

د ژوندون د "رنګينو " نه مي ږړه تور شو
چې بيداره مي دعقل "بيداري " شوه

چې د حسن د "نازونو " غوټۍ ګل شوي
د "دردونو" دنيا ټوله خماري شوه

شاعري مي "سلګو" ونيوه "لا يقه"
چې مي "وينه " هم له "ميني " انکاري شو

لایق زاده لایق

 

 

-
بېرته شاته