(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټپي هېواد

[27.Nov.2015 - 11:46]

زما هېواد ټپي ټپي دی 

د توپونو د ميلونو 

په سره کټ کې داسې پروت دی 

لکه څوک چې له خپل روحه 

له خپل ځانه ناخبر وي 

لکه څوک چې وي کوما کې 

له جهانه ناخبر وي 

د هوا پر اوږو گرزي 

د جنگونو الوتکې 

د ولس د زړه پر دښته 

د غمونو الوتکې  

هندوکش له خولې نه خيژي 

د دردو ساړه اهونه  

د سپين غر پر ډډو ډډو 

د بابا د غره پر ږيره 

د سلېمان لويه لمن کې 

ورېدلي دي بمونه.  

څومره ستره بدبختي ده!! 

چې د دې هېواد وگړی 

د دوښمن د نيرنگونو 

په جالونو کې کېوتی  

چې افغان د ورور له لاسه 

په سرو وينو کې لمبېږي. 

څومره ستره خواشیني ده!!  

چې هېواد کې مو د خلکو 

د ژوندون د ونې څانگې 

د اورونو خوراک شوې 

چې له کلي او له ښاره  

هره ورځ زموږ د وروڼو 

خويندو، ميندو او پلرونو 

جنازې بې شماره وزي. 

څومره ستره بدمرغي ده!!  

چې هېواد ټپي ټپي دی 

د باروتو د لوگيو 

شنه بړستن کې غځېدلی 

او د وینو سره سيندونه 

يې سينه باندې بهېږي. 

 

روسيه - وولگينسکي

د ۱۳۹۴ ل کال د لړم ۱۴

د ۲۰۱۵ ز کال د نوامبر ۵

 

-
بېرته شاته