(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ودریږه !!!

[23.Nov.2015 - 23:55]

طنز
محمود نظری
زموږ دولت دی یو موټر غورازه
اصلي یې نه ده خپله یوه هم پرزه
بس دی زنګ وهلی مات پینه پینه 
نه دشا دلیدو هېنداره لري نه پزه
دوه اشترنګه لري  ټایرونه اووه
ښه ورته وګوره که بد وایم زه
تل چلانیږي په اوربلولو او تیله
دانډل اوسلف وهلو دی بې نیازه
نه تیل خوري نه مبلایل نه اوبه
دډالر په زور چلیږي دا معجزه
د یوشتمي پیړۍ دعلم ده نمونه
دافغان په سړکو ځغلي داجایزه
یو ټایر یې دلاري   دی بل د بایسکله
ټایرونه  یو لوی یو وړ چالداره کاږه
نه ور لري نه کړکۍ نه هم کومه تکیه
په اروپا کې یې د پوش موټر ده آوازه
دمخ په ښېښه یې میخ ده یوه تخته
په رسۍ یې تړلې ده ورته د کور دروازه
دکاربېټر یې وځي  مرداره خړسکه
نفس دچاربولولا بندوي  دهغه ډډوزه
دا عراده تر کله چلیږي په دې راسته
ایم اوټي  یې ده یوازې پنځه روزه
دا جوړ سوی دی دامریکا په نخشه
پرزې یې بدلې انجینریې الم غلیزه
داسې موډل چا نه ده لیدلې  تر اوسه
بې عرابې ټریلرلري پرسر دلرګوخوازه 
نه سیټ لري نه  یوه سمه هېنداره
دیو پر ځای دوه لري لګام او کیزه
نه لري هارن او بغبغی او چراغونه
چې وکړي  مخي ته د خبر دار انګازه
د تیز تیریدو یې غنګا ده  او تړتړه
په  هره کنده  یې لګیږي خړیته پزه
راسته اوچپه یې ځې باډۍ اوجنګله
په هرپوټکی یې د دپرزوسي ډزه ډوزه
یوه یوه پرزه یې لویږي لکه خوسا میوه
د موټروانانو ده په اشترنګ ستیزه
نوتل رهي دی د اهن بریک نسته پته
بانټ یې پورته کښته کیږي بې نیازه
تیاره ده یو بې ښېښې لاټین ځړیږي
هغه یې د جنګلې پرسر ځړولې په خازه
د موټروانانو تر شا ناست دي نا اهل کاره
چا پرسر لاس نیولی چا په خپله سپوغزه
په جنګله کې تخته سوي دي مفتخواره
د کلینر په ترخه تروه یې خولې دي بد مزه 
دواړو موټروانانو سر ایستلی  له کړکیه
لاروي لیري کوي په ښکنځلو او ډوزه 
یو درېور اشترنګ راسته کاټوي بل چپه
دموټره له سلنسره پورته کیږي توره لوخزه
هم لکه د کلاشینکوف ټکان کوي ضربه
څوک چې وایي دا موټر سوی دی هیزه
یو ه یې په  اکسېلټر ټینګه ایښې پښه
بل یې زورونه وهي دګیر په غوزه
په ټریلرکې د خلکو بد حال دی له جمپه
دچا ملا درد کوي دچا پښې دچا غازه
ددریورد  ګیر بکس سیټ نه لري پنبه
میخونه ننوځي دناست دریور په ډزه
آخ یې سي   که هغه تصادفي کښېني  
یوه خبره یې له خولې ووځي بې تمیزه
مخي ته یې یوه  کنده ده ډیره ژوره
رهي دی چکله  دغره له سره په تیزه 
بریک او کلچ یې غلو وړی  نسته
په سلو کي رهي  دی مخ  په کوزه
بس که« نظری»  نور څه مه لیکه
ساډنګ کله پوهیږي په دا پچموزه 
خدای دی موخلاص کړي له مار دوسره 
هغه یې ښه وایی چې لرې چونګه پزه
دا غورازه چې روان دی په کومه راسته
دا د ژوندي ولس هدیرې ته وړي جنازه
دچکلې دنمبر پلیټ لمبر دی ۰۰۷
ترافیکه دا ودروه!!!!
***
ډډوزه ( تریخ دود)، الم غلیزه(دوکه باز)، ډزه (مقعد)، ،لوخزه( ډیر دود)،خازه (لکړه)،پچموزه ( ملنډه)، ډوزه ( لاپه)، غازه ( دشا دهډوکي پورته خوا )،هیزه( دنسه اوخولې ایله)

 

-
بېرته شاته