(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پند

[08.Nov.2015 - 22:22]

               ( پند د فرزند سعادتمند چې خاص و عام شي ترې بهره مند)

انتخاب:  ډاکټر حمیدالله ساپی زړءور

اې د دین دنیا په کور کې بَلې شمعې 
جلوه ګر اوسې مدام زما په جَمعې
د دراز عُمُر له ونې برخوردار شې
دښادۍ د دایرې قطب مدار شې
دم قدم دې سعادت مل و رفیق شه  
څو چنده تر ما، فلک پر تا شفیق شه
نا خواسته دې خدای پوره لره مطلب
د زړء خواست دې جلوه ګر مه شه په لب
بې له خدایه و هیچا ته محتاج نه شې
ومخلوق و ته سرکوزی په تاج مه شې
له جمله بدوبدانو محفوظ اوسې     په همه نیکو نیکانو محظوظ اوسې
د غفلت موتي دې وکاږه له غوږه 
یو څو پنده درته وایم وېې نغوږه!
اول وپیژنه خدای ته په یکي       
د رسول په رسالت مه شه شکي
په اخلاص اوسه دوستدار د چهاریارو
مه غوږ باسه وچې پوچې د اغیارو
دم قدم لره له ځانه سره مل        رهنمای د شریعت علم وعمل
خڼډ و خار،خوف وخطر لري دالار
هر قدم په فهم ږده  دروومه  بیدار
هرچې نه ده محمد کړې لالنه    
مه کړه ته هغه بندګي هغه پالنه
پوه په فن و په فریب د نفس شیطان شې
د همه هوی هوس په سر سلطان شې
څو دې لاس رسي له هره ګناه تښته خصوصاََ د آزار اخستو له پښته
لکه خون،خمر،زنا یا جواري شوه کبر و ظلم، پس غیبت فتنه کاري شوه
هسې تښته له جمله بدو بدانو       لکه  ګډه بزه چې تښتي له لیوانو
چېرې نه چې د دنیا په ڼنګ وشرم
نس شیطان درڅخه مات کړي د دین درم
د دنیا د یوه دم خوښۍ دپاره     تمام عمردې دین مه خواروه یاره
په ګناه ګڼه ځان هسې شرمنده    لکه څوک کا سر و پای په ګِل ګنده
چېرې نه چه د امید په امانۍ    
بې پروا شې د ګناه په پښېمانۍ
که وښکی نه شې په هره ساه توبه کړه د ورځې په ګناه  بیګا توبه
که له کړې ګناه غواړې وېزاري   همیشه کړه استغفار، توبه زاري
کړه بندګي خاصه خدای دپاره دِله  مه غوږ باسه په دا باب بله بدله
د ریا عمل، عمل نه دی ګناه دی
ریاکار تر خپله خدایه روی سیاه دی
د ریا بندګي د خدای نه ده د خلق ده مشرکي لاندې،د دې اسلام تر دلق ده
هر عمل د خدای دپاره په اخلاص کړه 
د مخلوق له پرستشه خاطر خلاص کړه
که دې یوړه دا توښه ځان سره جانه د قیامت مزل به غوڅ کړې په آسانه
خوا ناخوا مه کوه زور زنهار زنهار په دا پند کوه عمل لیل و نهار
که له دې لارې قدم دې تېراوبېر کړ
بیا نه واېې په بلا دې خپل سر ګېر کړ
بیا هاله که پښېماني کوې بې وخته  په هیچا به دا آسانه نه شي سخته
که په غوږ کړې دا ګوهر زېبايي ستا ده 
او که نه وي د ناصح غاړه ادا ده

دویم علم د معاش زده کړه لالنه   **** بیا ېې وکړه په عمل سره پالنه
ډیره مينه په دنیا مکړه هوښیار شه!په اخلاص له قناعته سره یار شه
چې دا مینه د جمله بلاوو سر ده     په خطر کښې هر پرهر لره کوسر ده
په ادنا خوراک پوشاک باندې قانع شه 
په زیاتي د نفس، هوی حرص مانع شه
که روزي دې صبر و زهد د همای شي 
پادشاهي ته به دې سیوری رهنمای شي
که دې ډیر هوا حرص کا سترګې وءږې
په دولت کې  به دې چوي زهره  سږې
د څښتن له نعمتونو ذاکر اوسه !         په نعمت ېې کفران مکړه شاکر اوسه
کَوَه خرڅ د خپل حاصل په اندازه   چېرې نه شې  په اِسراف بد آوازه
آه افسوس بویه په حال د هغه کس  چې ېې خرڅ کیږي یوولس حاصل لس!
مه خوره هسې مکلف طعام زنهار چې له خرڅه ېې څو وخته شی نهار
موافق له خپل توانه زیست بسیط کړه مه افراط کوه یکلخته  مه تفریط کړه

یاده وءنه : ما دا پورتنی دحميدبابا نظم ،د ډاکترصاحب ماخان '' شینواري''<میږي>  له کتابتون څخه د (دیوان اونیرنګ عشق ترمینځ)رانقل کړی، فکر کوءم  دا به لا نور هم اوږد وي، نو که کوم بل ورور ېې دوام په کومه نسخه کښې پیدا کولای شي د پښتونخوا اوبسایټ پر مخ دې مونږ سره شریک کړي.مهرباني.
ډاکټر زړءور ساپی. 

-
بېرته شاته