(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وینې او اوښکې

[04.Nov.2015 - 11:02]

خپلواک ساپی

د تیرو درې نیمو لسیزو تجربه او یوه لنډه پوښتنه، 
ایا د ککرو پر رژولو میدان ګټل کیدای شي؟ 
ټول خبر یو چې له شاوخوا دریو میاشتو راهیسې جګړو بیشانه زور اخیستی. اټکل دا دی چې په دغه موده کې له دواړو لوریو ( حکومت او طالبانو) د رژیدلو ککریو شمیر ، په تیرو ۱۴ کلونو کې د تلفاتو له مجموعي کرښې اووښتی او لا هم د سرونو لو روان دی. داسې بریښي چې له غرضونو په دې ډ ک بازار کې د افغان وینې او اوښکې نور خپل ارزښت بایللی دی

څرنګ بې توله
څومره ارزانې 
د افغان وینې اوښکې 
هر ځای تودې او تازه 
خوشې وړیا خرڅيږي 
زموږ چنې پرې رنګ دي 
پر سړکو بهیږي
لا د سرونو لوبه 
هسې توده روانه 
لا د دردمنې ادې تړمې اوښکې 
د ځوانیمرګ زوی پر کفن تویږي.

Gefällt mir
 
-
بېرته شاته