(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پام چې عورته نسئ!

[31.Oct.2015 - 22:18]

طنز
محمود نظری

 دې پردو ته چې ټوله یوه خوله  نسئ
کباب به سئ چې  ټوله اوومه نسئ
یو سوک سئ په خوله دنفاق ګرو
ګورئ چې دمور په کنځلو کاڼه نسئ
***
د هرې ورځي له پیغوړه به ځان ونه ژغورئ
چې دلومړی ورځي شخړې ته  اماده نسئ
هغه به خاین وي  چې په کنځله کوڼ سي
پام چې په دې لاره کې بې غیرته نسئ
چې سر او خوله مو ماته سوه خیر دی
چې د لوچکانومخي ته  خوله اومه نسئ
بیا به هر وخت لکه خره درباندې سپاره وي
پام چې سپي  ته لکه جزګی کلوله نسئ
هر ویش چې کوې  عدل په پام کې نیسئ
پام په  ټوپ ډنډې کې تل  پنډوسکه نسئ
دا ژوند یوڅو ورځي د ګوتوپه شمیر دی
پام د تاریخ په رنګو کې بدرنګه  نسئ
پټه خوله مبارزه له انسان سره کیږي نه حیوان
لکه غفار خان غوندې  سپو ته چپه خوله نسئ
ګاندي   و  مخامخ سوی له انسانانوسره
پام چې ښرمښانو ته مږ او پسه نسئ
دلته هرچا وړې ده لوبه په  غبن او چالاکي
پام چې  سور ګیډر  ته کوټه چرګه  نسئ
خدای   دی ساته که یو وار درباندې روږدسول
په لویه ږیره او تاو بریتو د چا عورته نسئ
***

-
بېرته شاته