(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ورک وختونه ورک یادونه

[30.Oct.2015 - 12:23]

لیک: خپلواک ساپی
د وروستۍ زلزلې پر مهال په دفتر  کې وم . د میز بې ډوله ښوریدا او د دیوالونو غرچا کوڅې ته په منډه اړویستم. د ځان د خوندیتوب له احساس وروسته د کور اندیښنې واخیستم. سر په سر مې زنګونه ووهل خو مبایل کار نه کاوه . شیبه وروسته مې لورکۍ د مبایل له لارې د خیریت پیغام راواستاوه . په دې سره مې زړه لږ کرار شو، خو سمدستي مې د کونړ په پیچ دره کې خپل کلی ، په کلي کې دیره عزیزان او له ګټو - خټو جوړ دیوالونه رایاد شول . اندیښنې مې له سره تازه شوې . ټول کلی مې په ذهن کې لاندې باندې کیده. مبایل لا هم کار نه کاوه. له یو ساعت خوارۍ وروسته د کلي د حال پر اخیستو هم بریالی شوم . مالي تاوانونه اووښتي و ، خو سرونو ته خیریت وو. د خپل کلي د همدغو یادونو په کتار کې مې په ذهن کې د یوې شیبې لپاره د تنکۍ ځوانۍ یو ورک یاد هم څړیکه وکړه . داسې یو یاد چې د تدبیر او تقدیر لارې یې جلا وې. او بیا مې د همدغه ورک (یاد) په یاد څو ټکي تور کړل چې دلته یې له تاسو سره شریکول غواړم
زموږ د کلي هاغه تنګه کوڅه
له خټو جوړه دوه چته کوډله
کوڅې ته ماته یوه کوچنۍ دروازه
پکې ولاړه غنمرنګه نجلۍ
سترګې له سترګو سره وجنګیدې.
په ناویلې ژبه
د سترګو یو نظر کي
کتاب خبرې وشوې.
بیا انقلاب شو
کلی شړ شو
څوک په لر
څوک یې په بر خواره شول
څوک پیښور ته لاړل
څوک په کابل دیره شول.
له کمکیتوبه تر بوډاتوبه
ما هغه سترګې بل ځل ونه لیدې
خو لا مې هیرې نه دي
لا یې زما پر ذهن
انځور هماغسې روښانه نقش دی
د ژوند عجیبه لوبه
ته وای د نن او د پرون کیسه ده.
(خپلواک ساپی)

-
بېرته شاته