(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بخت کرښې

[22.Oct.2015 - 17:39]

د بخت د کرښو دا څنګه تکرار وو دوباره ...
هغه د زړه قاتل د زړه قرار وو دوباره

په سترګو کې څو هیلو ټوکول ګُلونه زړه کې
د دوه زړونو د مینې یو اظهار وو دوباره

له سترګو نه یې ځار غوړیدلې دوه نرګس وې
خوږ د سترګو جنګ په بڼو وار وو دوباره

سیلې وهلو څانګو غوړول ګُلونه بیا
راغلی پرې سپرلی وو نو بهار وو دوباره

رقیب وو فاصلې وې تر منځه غرونه غرونه
بې وسې وه د وخت هغه ټکرار وو دوباره

د ګُل تږی ډنډر وم د باران په تمه تمه
دا وخت هم هغه ستړی انتظار وو دوباره

تیاره خلوتکده وه یو زه وم یو سپوږمۍ وه
د هجر هغه شپه هغه سهار وو دوباره

چې ستړۍ‍ وم ستومانه د ژوند په هغه لاره
دا بیا ځلې ورتګ په هاغه لار وو دوباره

هما ظفر احمدزۍ

 

-
بېرته شاته