(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ته راځې او کنه؟

[21.Oct.2015 - 17:25]

ژوند یوه لویه شوګیره ده ته راځې او کنه؟
نه ختمیدونکې د غم شپه ده ته راځې او کنه؟
راځي راځي مې ړه ته ولې اندیښنې دجهان
داخو هم ستا دغم کیسه ده ته راخي او کنه؟
ژوند یوه لویه شوګیره ده ته راځې او کنه؟
وعدې کوې خو دا راتلو نه دې توبه کړې ده
ستا دا راتلو نه مې توبه ده ته راځې او کنه؟؟
چا پسې وروسته وروسته ګورې د یادونو په لار
اعظمه تلونکې قافله ده ته راځې او کنه ؟
(ډاکتر محمد اعظم اعظم)

 

-
بېرته شاته