(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حقیقي دونیا

[08.Oct.2015 - 17:29]

څومــره د مینې او صفــا دونیا ده

بې سالوسۍ چــې د هرچا دونیا ده

تل به اخلاص او محبت کــې  پایې

په هغه زړه کې چې رښتیا دونیا ده

چې بل تــه شر ځانلـه ارام لټوي

د داسې خلکو نــا روا  دونیا ده

په ځان مغروره  بې خبر دي له دې

چې دا  نیمګړې بې  بقا دونیا ده

دلته فــرصت لا د ښېګڼو کــم دی

نه د کینې، بخل او جفــا دونیا ده

یو خوږ خبر به چیرته  کله واورې 

هلته ته چې حرص او د دونیا دونیا ده

ژوند د اخلاص اوورور ګلوي ښکلی دی

د کوم ماحول چې بې ریا دونیا ده

چې انسانیت پــه نوم رسیږي بل ته

دا حقیقي  د رب   رضــا دونیا ده

سمیع الدین افغاني

۸ -۱۰۲۰۱۵ م ۰ کال

-
بېرته شاته