(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سیاستمداریان

[03.Oct.2015 - 20:32]

طنز

محمود نظری

 

دا سیاستمداریان څنګه له یوه بله سره چلیږي

دجنګ عالمدار هم دوی ددښمن رکابدار هم دوی

دې ملک کې رپوي د دښمنانو رنګارنګ بیرغونه

ښه وطندارن هم دوی ددښمن جمعداران هم دوی 

ټوله سیاستمداریان د یو بل سایه په تورو وهي

د نظام غداران هم دوی لوی صوبه داران هم دوی

په هر ځای کې خپل نوکر په نوک اوسوک ځای وي

د علي اباد دښار ډاکټران هم دوی  وژمداران هم دوی

له بانکه لمن لمن ډالرونه اخلي بیرته یې نه ورکوي 

د بانک باقیداران هم دوی دهغه زمامداران هم دوی

وزیر صیب ټېکه له خپلو خپلوانو نه بیګانه کوي

د وزیرصیب برخورداران هم دوی ټېکه داران هم دوی

د پردوخوسا او مردار پلانونه په رسوا  ډول عملي کوي

ښه پاخه هډ مرداران هم   دوی ښه لوی رویداران هم دوی

تر ټولوښه واکمن هغه چې  دفحشا  او خمار ځایونه لري 

ښه تکړه مردارخوار ان هم دوی  ښه ایمانداران هم دوی 

ټول چورته غلي ناست دي لکه پیشو د موږک غار ته  

خر خر ارام ویده خرامان هم دوی ښه بیداران هم دوی

دښمنان تر دوستانو ډیر واکمن دي په دې خاورې

د افغان پاخه دښمنان هم دوی   دافغان مشران هم دوی

د ایران د خمیني تلین دلته تر ایران ښه لمانځل کیږي

د ایران ښه دوستان هم دوی  د افغان ښه دوښمنان هم دوی

داوطن  کله ودانیږي کله ابادیږي کله کراریږي تر هغه 

چې وي  غداران هم دوی او دوطن ټول بزرګان هم دوی

چې ترهغه د  کوټه سپو  غپا دلته کوربه ته بنده نسي

تورن  او کومندانان هم دوی سنګ چارکي او  منان هم دوی  

دلته دبرزګانو په ایراني وییونو او ا فغان کلمه شخړه ده

ددنیا رښتینې خادمان هم دوی دګاونډ ګوداګیان هم دوی

چې بې واکه وي  افغان وي  چې  واکداره  سې د ایران سي

دننه  دنظام اصلي ظالمان هم دوی بهر ته مظلومان هم دوی

زه دې بې شرمه بیحیا سیاستمدار یانو ته اریان دریان یم

لکه غله یوازې ناست دی حملې اوتوبرې ته

 

 

-
بېرته شاته