(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

درې درې ملا درې

[03.Oct.2015 - 18:47]

راشه راشه ساقي راشه
درې درې ملا درې
په ما باندې بدې لګي
ستا پخې پخې خبرې
غټه پګا دې شه خاورې
عجيبه ته ځناورې ئې
ته د مينې بې خبره
ته د حسن نه منکرې ئې
دا محفل دې د رندانو
اخوا اخوا لرې لرې
دا شراب د څکونه دې
ستا ترخې شونډې ببرې
ستا اووه واړه جنته
د دې يو د ناز بڅرې
ستا څلويښت زره کتابه
د دې دوه خوږې خبرې
ستا وعدې اوږدې دحورو
دلته سرې شونډې شکرې
تا له قرض ژوندون درکړم
دا راکۍ پې ملغلرې
ماشوم نه يم چې جنت پريږدم
ستا د سور دوزخ د يرې
(غني خان)

-
بېرته شاته