(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د څوکۍ روهینه

[14.Sep.2015 - 10:35]

د څوکۍ روهینه
پلار مې اجل وړى دى

بدبخته مور مې هم

له پلار سره په غبرګه جنازه تللې ده
او زه تور بخته (
روهينه) په سپين ميدان پاتې

ماته يوازې يو كاكا په زړه صندان پاتې
داسې كاكا چې د وحشت يې انتها نه وه
خو د پښتون قام د رواج تمه ترې دا نه وه
زما زندګي خداى اوږدوله، خو ده لنډه كړه
په ماپسې يې د وجدان دروازه بنده كړه
او هغه ورځ يې د ((څوكۍ)) په بازار پرېښودمه
لكه پسه يې د تنور په لمبه كېښودمه
ماته د خداى په قدرتو پورې خندا راغله
سر په زنګون كېناستم بده انتها راغله
او د خپل خوار قسمت په مړي ښه ژړا راغله
ما د ((څوكۍ)) په كوم ديوال تكيه ونه وهله
ما وې چې خداى مه كړه دېوال مې شاته پرې نه وځي
او د دېوال شاته
كومه بې وسه نجلۍ
زما په شان د بدعمرۍ په دام كې كېنوځي
يا هم د خپل پښتون كاكا له لاسه
څوكۍ نه پورته په كوم بل بازار كې پاتې نه شي
اسمان ته هم نه ګورم
زه وايم هسې نه زما د سوي اه له زوره
اسمان لمبه ونه كړي؟ خداى په ځمكه قهر نه شي
او قيامت بې له جمعې چرته برپا نه شي
ځمكه هم نه ګروم
ځكه چې دا مې هم په غېږ كې د نيولو حوصله نه لري
څو پښتانه، څو هډور څو شازلمي ګورمه
خو د غرور پر اوږو لاس نه ورږدم
زه وايم هسې نه زما په غږ كمزوري شي
او د كاكا په څېر دوى هم رانه زړه توري شي
سترګې باور نه كوي داسې امتحان راغى
ماښام راورسېده، شړقنده (باران) راغى
دنيا چې هر څه كوي، زه باران ته پاتې شومه
دومره يې پريوللم د خپل قسمت له ګرده چې
ځانته مې وليدل، حيرانه ځان ته پاتې شومه
نورولي سعید شینواری

(خوږ ذبیح الله باران ته چې د روهینې د کیسې په خپرولو یې وژړولم، خو خوشاله یې په دې کړم چې د انسانیت تر ټولو ستر مثال یې جوړ کړ او د خپل کاکا له خوا په څوکۍ بازار کې پرېښودل شوې، بې کسه روهینه یې لکه خور په خپل کور کې وساتله.)
———-
(د روهیني په بیچاره توب، د کاکا په بې غیرتۍ یې او د خوږ ورور ذبیح الله باران په میړانه مې اوښکي توي شوي، د غم او خوښۍ ګډوډې اوښکي له نه بیانیدونکې عجیب احساس سره. 
شکر ‏انسانیت‬ لا ژوندی دی.)

رضوان الله شپون

-
بېرته شاته