(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شوخ متفکر

[12.Sep.2015 - 20:11]

طنز
محمود نظری
 
همدې افغانانو  دارګ د غورازه موټر اشترینګ ته  کښينولې
غوړپیکی دي کلینر کړ موږ ول متفکر دی وده دی لا څه کوي؟!
هغه  ویل د ټاکونو دکمیسیون   پایله پام چې اعلان نه کړې
تاویل بیخي سمه ده مو ږ،ول متفکر دی وده دی لا څه کوي؟!
ټولې د موتړ څوکۍ دي ډکي کړې په بوس ،خزلو او چټلنویسو
دبوغیو شرکت دي جوړکړ موږ ول متفکر دی وده دی لا څه کوي؟!
دټاکنو دخرابولو دکمیسیون مشردی په خپل فرمان مقرر کړ
هغه کلینر وشړه موږ ول دریور متفکر دی وده دی لا څه کوي؟!
په لمبر پلیټ دی په ذکاوت دافغان کلمه ونه منله په  پردیانو
قانوني کارو ته چوپ یې وایو متفکر دی وده دی لا څه کوي؟! 
تر اوسه خو ډیر بریالی غلی یې په افغانیت قانون اوپسات
موږ په  پټوسترګو یوبل ته وایو متفکر دی وده دی لا څه کوي؟!
اوس په تا د هغه کیسې  اولنډۍ  و سوه د افغانستان اول متفکر ه
کانه  دشوخ بچه کابل   ، موږ وایو متفکر دی وده دی لا څه کوي؟!
نورخلک په مجاهد ، اتل، مقاومتی، پروفیسر امیر نه ختاوځي
دا ستا بیا نوی لقب دی موږ وایو متفکر دی وده دی لاڅه کوي؟!
هر مشر چې راسي د تړلي ملت کیسه اوري ورته پرینګ ژاړي
یو یې نه خلاصوي  موږ وایو دا متفکر دی وده دی لا څه کوي؟!
هریووخت تیروي  چکرونه وهي  جوالونه ډکوي او غرتي کوي
د نظار دغلامي پرته موږ وایو متفکر دی وده دی لا څه کوي؟!
نه چې لکه چپنکي دپښتوپه بوره او بدنامه ولووخت پوره کړې
هغه بې شرم لا غریږي موږ وایو دا متفکر دی وده دی لا څه کوي؟!
دچپنکي غرتو ته غوږ مه ایږده دهغه لاسه ماته دپښتون ملاده
ژوند په همدې تیر یږي چپنکي دی متفکر دی وده دی لا څه کوي؟!
پوهیږو دشیدو غوا له اوله د هغې دغولانځې له سوره مالومیږي
جنګي غویی له لښکره  موږ وایو دا  متفکر دی وده دی لا څه کوي؟!
پښتون یوازې د سپينې خولې واک در کړی  دی متفکر جانه
ولي د پرتوګاښ په غوټو اخته یې !!!!

-
بېرته شاته