(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کلام

[05.Sep.2015 - 12:05]

چې دخپل ځان له حده وتې يمه
دهر ارمان له حده وتې يمه
مطربه راګ دليونتوب وچيړه
ديا قربان دحده وتې يمه
چې دجمال په ټال جوټي وهمه
دټول جهان له حده وتې يمه
چې دجنون سره خبري کوم
زه د ګمان له حده وتې يمه
چې مي جلوې د بنده ګۍ ليدلی
د لامکان له حده وتې يمه
اوس د ريا سجدي مي زړه نه مني
چې د وجدان له حده وتې يمه
دمحبت کعبه سينه کې لرم
د ملا جان له حده وتې يمه
چې عاجزۍ کې يم بادشاه لايقه
دسود او زيان له حده وتې يمه
لا يق زاده لا يق

 

-
بېرته شاته