(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د قام نمونه

[05.Sep.2015 - 09:47]

ممتاز اورکزی
د څو ورځو نه مې داسې درته پام 
دے
وايم ژوند خو له پيل په تا تمام دے
ټکي واړه کتابونو کښې محصور دي
لګيدلے په نيزو باندې ليلام دے
ځئ د قام نمونه بل چرته پيدا کړوو
پښتون خوا کښې خو د خلقو اژدهام دے
بس خو نن يې مقتدي . سبا مقتول دے
دا سړے سبا قاتل دے . نن امام دے
په واه واه کښي مې غزل دے بې درکه
اذيت مې په ستايينو کښې ګمنام دے
لا په دې زمکه په خپلو پښو ولاړ يې ؟؟
جار شم . تا ته مې په دوه لاسه سلام دے
هره ورځ دومره پخيږمه .ممتــــازه
چې په دې حساب مې شعر ګورم .نو خام دے

-
بېرته شاته