(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملت نه څوکۍ وساته خاینه!

[30.Aug.2015 - 20:40]

طنز
محمود نظري
ملت نه څوکۍ وساته خاینه!!!

ژوندي دي وي  زموږ باغیرته پښتانه واکمنان

چې د ملت په اړه په شورا  کې دي تل ګونګیان

دا شنه ببر زمریان  پښتانه زموږ بزرګان  دي

په هر ډګر کې د ننګ اوغیرت پریږدي میدان

زموږ په بزرګانو کې یو ایزک افغان  هم نسته

ځکه هر وخت لوبه وړې ده زموږ څخه ایران

څوک وایي پښتون د افغان دملت دفاع نه کوي

همدوي د ښکار په وخت کې نیسي ډک چکران

موږ ورکړې رایه هر وخت خړ پښتون باچا ته

هغه خوارکی تر پښتنو دایرانیانو  سي ښه جانان

موږ خوشاله  په ببر پښتون وکیل وزیر سو

شنه زمریان وي چې مقرر سي  سي خړ ګیدړان

داسې شخ بریت زمریان واکمنان  ډیر لرو

چې دواک ډیر وږي دي  او دي خره غوړه مالان

دډیرو باتورانو چې له بریتو څاڅکي ویني

په اساسي مسایلو کې ډک وي پرتوګان

چې په شورا کې د افغان کلمه ایسته کیدل

یو ونه وت نه یې مخالفت وکړ د ګران ایران

زه يې څه کوم څوک آسماني دی څوک کیهاني

په عمل نر ښځي په غرتو موږته  دي ملی اتلان

که په ملت باندې لاس په سر نسي له څوکیه

زموږ تاسو په بلا وهو د واک خوشامندګران

پښتون کامه څومره خوار کړی یې دې نرښځیو

دې خوږ واک بیزوګان کړي ستا شنه زمریان

 واک په بې غیرتي کې څومره خوند کوي

 ځکه عبدالله عبدالله جرتک درته نیسي!

-
بېرته شاته