(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مات کاودڼي، اشارې ، بل توپان

چې ګل په تیګوولي هم بلبل په تیګوولي داڅنګه لیوني دي چې کابل په تیګو ولي ښکاره خو لا دمیني محبت سندرې وايی عمل کی بیا په خپله جانان خپل په تیګوولي مین تر خپلی مړیني ورته پروت وي په کوڅه کی نوکله قبلوئ شي چی محل په تیګو ولي دئ کلي دجانان کی اوس اغیار مورچل نیولئ راټول خپل او پردي دي چی مورچل په تیګو ولي پاک نوم دمیکدې ورباندی بد شو خدمتګاره موزي په اشارودپردو خپل په تیګو ولي ---- بل توپان ګریوان ریښئ ریښئ دئ که ټول ځان ریښئ ریښئ دئ آسمان ریښئ ریښئ دئ که جانان ریښئ ریښئ دئ پا م وکړه ژور یو ځلی ځان ته شملو ره داولی ستا ژوندون ته هر میدان ریښئ ریښئ دئ څه کار دډیورنډ ؤ څه صوبئ اوڅه ضیلې شوې په دی تورو پټارو لوې افغان ریښئ ریښئ دئ داچا پتنګ ددین کړئ دا چا ترهګر جوړ کړئ هما غوی تاته جوړکړې ټول پلان ریښئ ریښئ دئ تر څوچی دی ریښئ ریښئ ګریوان خپل راټول نه کړې ستا ژبه درنه اخلي ستا ایمان ریښئ ریښئ دئ تر څو چې له جیلمه تر امو پورې یو نه شئ تر هغی ستا هیواد افغانستان ریښئ ریښئ دئ قوم ویښ کړه خدمتګاره بل توپان ورنه را تاو شو دوستۍ په نوم توطیه ده خوار انسان ریښئ ریښئ دئ ---- مات کاودڼي چارا نه یو ړلوڅا د رچا مو خولۍ یوړه چا مورا نیم کړلو خیبرچا مو لنګۍ یوړه چا فرنګیان کا بل ته راوستل چی دین وساتي چا د ر وسا نو په لښکرد چاډ وډۍ یو ړه څوک دایران پورې نښتي خراسان جوړوي له ملا لۍ نه په ډ ا لر هم چا نتکۍ یوړه ځینوخپل غله سړی وژونکي کړل په زور اتلان چا په نامه دکاریګر دچا کوډۍ یوړه څوک دکالدارو څوک دریال اودتومن نوکران چا دافغان له لوې ټبر وچه مړۍ یوړه غل په غلو واوښتلواوس تیاروی ټلوالې څوک له ژوندونه لاس په سر چاتری پګړۍ یوړه څوک ټولوي دمیکدې دډیوې مات کاودڼی چادجومات ممبرپه شا چا مشواڼۍ یوړه اوس خدمتګاره شمعی ګوره چې رڼا جوړه شي په ترږمۍ کې چا بزګرچایی ډیرۍ یوړه

Mohammad Yousaf Khedmatgaar Mazdoorzoi -
بېرته شاته