(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کړاوونو قيصه

[25.Aug.2015 - 18:17]

ددي زخمي زړه د دردونو قيصه چا ته وکړم
ستا د يادونو دلوظونو قيصه چا ته وکړم

په مات زړګي مي ‌ډير غمونه بي پناه پراته دي
ددي بي توله کړاوونو قيصه چا ته وکړم

‌ډېره موده وشوه خوښي له مانه ليري تښتي
دژوند د‌ډېرو طوفانونو قيصه چا ته وکړم

اوس هغه رنګ هغه مزه د زنده ګۍ نشته دې
په وچو شونډو دپاړونو قيصه چا ته وکړم

د ظلم زور يئ نه کميږي لا زياتيږي پسي
د وران وطن د آميدونو قيصه چا ته وکړم

بيداره ژوند دي ټول په غم، فکر، سودا کې تير شو
نور د تير عمر د رازونو قيصه چا ته کړم

بصير بيدار ستوری

 

-
بېرته شاته