(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[25.Aug.2015 - 11:00]

زړه مې چې تلے دے په تلي پسې

مخ مې تاوېږي په هر ښکلي پسې

ستا د ښکلا تصور ما سره دے

خو اسوېلي مې دي وتلي پسې

څوک چې مین وي نو خپل واک یې نه وي

ما خو بس هر څه دي منلي پسې

بس دے چې وي مې خپل اشنا ګټلے

نور مې دې هر څه وي بائیللي پسې

د سرو او سپینو په لټون کښې ګرځوو

ځکه خو یو دا زیړ زبېخلي پسې

جز قندهاره چې تابع وي د کل

له ناکامۍ به ځو په کلي پسې

-
بېرته شاته