(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قام!

[25.Aug.2015 - 10:57]

ستورو ته مې رازوایمه ، بام سره خبرې کړم
ستاسترګې چې نه وینم ،نو جام سره خبرې کړم

شپه ده او سپوږمۍ ده ، زه یوازې او یوازې یم
شمعه اوشیشه لرم ، خیام سره خبرې کړم

دی راته ستا سترګې او ستاسترګې ملامتې کړي
زه چې مې دزړه له هرناکام سره خبرې کړم

هېڅ یوه شیبه یې ستا له یاده خالي نه وي ،چې
زه دهرې ورځې له انجام سره خبرې کړم

ستادخوږو شونډو منطق پټ ساتم په شونډو کې
زه په ځان باورلرم ، ارام سره خبرې کړم

زه خو په سیاست هم ستا پیکي او مخ عادت کړمه
سپین سهار ته ناست یم او ماښام سره خبرې کړم

دواړه مې دوینو تږي ، دواړه دي چاړه په لاس
یوخوا له پاچا ، بل خوا امام سره خبرې کړم

څوک به مغول تیغ نه دافغان ماشوم مرۍ ساتي ؟
نه شته خوشال نه شته، له بهرام سره خبرې کړم

ز ه لیونی ګډ یم ، دی خبر په خیرو شر نه شو
لاهم داسې ولس ، لا داسې قام سره خبرې کړم

- غنی خان -

-
بېرته شاته