(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وراسته کبان

[19.Aug.2015 - 14:28] طنز

دا خاینان هیڅ ځای ته رسیدای نسي
ددې خلکو یو څو ورځي شپې ده میله
دوی سر راایستلی خپل نفس تازه کوي
ژر به نارې سي سر دننه تفریح ده ختمه
*** خدای دي هغه په خپل غضب اخته کړي
چې په واک سره خوري لکه دګور چنجان
په هر نظام کې دهغه څوکۍ وي برقراره
هغه چې په هرو خړو اوبو کې نیسي کبان
هغه چې دغلا کسرت کوي خودپنډیږي
هر نظام یې وربدلوي بویداره پرتوګان
په نومو یې هر څوک خپله ښه پوهیږي
هغوی لکه وراسته کبان خپله دي ګویان
موږ له چا څخه وچاته ګریوان څیري کړو
په بزرګانو کې د دووپاک نه دي ډمپران
خلک یې له بوی سره ناچاره سوي اموخته
له دې واکمنو سره کوي لکه ماشومان ګذران
دشکرې د ناروغي نوم ښه عمل یې بد دی
دوی هم دي ټوله ددې وطن د شکرې ناروغان
هرڅه چې په لاس ورسي په خوله یې منډي
د ټولو واکمنو د شپې کپه کول دي بادیان
اخیر لکه زوړ ټیر وچوي بوی یې دنیا ونیسي
ژر یې دغونډۍ سر ته خیژوي دغلا شریکان
کاشکې بدبوی په تلینو اوغونډیو ورکیدای
کله خریدار پیدا کوي په نارو وراسته کبان

-
بېرته شاته