(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په څپو کې

[11.Aug.2015 - 17:23]

په زړء کې مې دردونه دي د وینو په څپو کې
وطن کې مې غمونه دي ویرونو په څپو کې

آسمان کې ورېځې،دووړې دي ؛فضاء ده نا آرامه
سپوږمۍ،ستوري لمر ورک دي د بمونو په څپو کې

د پوچ چارماغ سیاستو ېې، دي سترګې ړندې کړي
رڼا ورځو کې دهشت ،سرحدونو په څپو کې

یو څو میلیارډران په خپل حسابو نه پوهیږي
لکهاوو ولسونه فریادونو په څپو کې

چینو او په سیندونو کې وړکوټي کبان ښوري
صیاد ناست دی نهنګ ته د بحرونو په څپو کې

راحت ېې رانه وړی باور نکړم چې ژوندی یم
ژوندون په مرګ بدل دی د خوبونو په څپو کې

ولس چې وء یو موټی او زعیم وء قهرمان
غاصب غلیمان مات شول تاریخونو په څپو کې

اِی خدایه!پر افغان به تر څو پردي واکدار وي
حمید زړءور ساپی وايي شعرونو په څپو کې

حمید زړءور ساپی

-
بېرته شاته