(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه عاشق یم

[02.Aug.2015 - 19:32]

زه عاشق یم عاشقان زما خوښیږي

په ګلبڼ کې ټول ګلان زما خوښیږي
چې دبدې ورځې یار وي ترې قربان شم
دا خواږه خواږه یاران زماخوښیږي
که هرڅوک وي هرانسان د خدای مخلوق دی
انسانیت کې هر انسان زما خوښیږي
صداقت ایمانداري چې ورسره وي
په اور سوي پتنګان زما خوښیږي
زه حفیظ به سپینه خبر وکړم
زه شاعر یم ګلرخان زما خوښیږی

-
بېرته شاته