(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نظم

[01.Aug.2015 - 20:41]

دچادبغاوت سر ترپامیره رسیدلی 
- دچاټیټ شوی سر د ملاتر تیره رسیدلی- 
سره دبغاوت جانانه ارتی تڼی ګرځی 
- تعجب ندی په دومره رقیبانو کی ژوندون 
- چی ای پټ نشودچامخ ته په دوو ګوتو لمر- 
اخیر هم برابر شو هغه سر او دغره سر- 
اورمه ترنم په الله مست دی شیخان - 
دربار ته دی راغلی دی دلری مریدان - 
ته چرته یی جانانه ګل کڅونو ته رازه - 
دکلی هغه دنګو چینارونه ته رازه 
- چه څرنګی په لمر پسی د لمر ګلونه اوړی - 
داستا مخور مخ پسی بلامخونه اوړی - 
شوی تتی د اینو د مخ څیری درپسی ترکی - 
نور چوی دانتظار زړونه اوزاری درپسی ترکی - 
اشنا بویه چی لاړلی سودمخی درنه جوړ شو - 
یوڅرک په غرونو پاتی وی لمر مخی درنه جوړ شو - 
تت مه شه ترمنزله ستادلاری مشالونه - 
درانه شه درته داسپوږمی اوستوری کږلیچونه - 
منوچی دلته اوسپنه او ایمان دی ټکر شوی- 
څوځل د رقیب سر او زماسر سرپه سر شوی- 
داسی څوک شته چی داری خوله کی غاښونه مات کړی- 
داسی ځلمی غواړم چی لاستی مات تبرونه مات کړی - 
دسپین غر دبورو زرکو ورک بچی پیدا کړی- 
دمنډیی دتجارانو نه پوښتنه وکړی - 
اود کنړ د بوچو لمنځو سټکی وجړوی- 
داسی سوک شته چی ناهیدې اوملالۍ ته ولاړ شی - 
په نورین قبر یی د پیغلو مات بنګړی قطار کړی- 
دملالی ورک شوی قبر ته ګومبد جوړ کړی- 
دناهیدې شندلی قبر ته سو تیګی کیږدی- 
دا د ریډبولو مینان اوس په ډالرو روږدی- 
داپه ښوروا په پلونو اوپه لرو روږدی - 
دوی په ناڅاپه موسیقی اوپه سندرو روږدی- 
چی ددوی جیب ډک وی ملی ګټه تاوان سه کوی - 
دوی پرمذهب او پښتون پښتونیستان سه کوی- 
داپه هندی ډرامو بوخت دی دوی ایمان سه کوی- 
داسی سوک شته دپارلمان وکیل ته ووایی چی - 
وکیل صاحب ته داتو کوټو ددنه ناست یی - 
خاوری په سر به د ولس غږ ترتا ورسیږی- 
ته دپیسته ممیز بادامو سره چایی شوپوه - 
ته خوره سره کړی پری دپاسه بیا پیپسی شوپوه - 
شاباس پخپلو کړو ژمنو دی وفا وکړله - 
سرک دی جوړ برق دی راجوړکړ هسپتال جوړوی- 
دکلی لوی جومات هم ستا په چانده پوخ جوړ شو- 
بی له قاضی اومحکمی می خپل درشل کی وژنی- 
ته شوی مالک دکور اوما په تور دغل کی وژنی - 
لدینه پورته بلواکی او زورواکی سنګه وی- 
مونږه جنګ نه کوو خوجنګ پرمونږ راوتپل شی - 
اودپلار نیکه دشملی ننګ پرمونږ راوتپل شی - 
ننګ په غلا جنګ په وسله اوږده لاسونه غواړی - 
جنګ پرمختللی اقتصاد جهاز اوټانګونه غواړی - 
او مونږه دلوږی اور دسوال په ټوک ډوډی وژنو - 
زمونږه خویندی دپردیو دوکانو مخی ته - 
دسوال لمنی غوړولی ټوک ډوډی غواړی- 
په دی مړه دیموکراسی کی مونږ د ولګی مړه شوه- 
جنګه ماده مچ دی مچ دورزی سل بچی زیږوی 
- جنګ حلاکت دی بربادی ده بربادی ژیږوی 
- جنګ جواری ده دجواری په ګټه روګدی مه شی 
- دبل طرفه په وطن د ایډز وبا خوریږی 
- سو پاحشو له افغانی ناموسه پوزه پری کړه 
-دسو ډالرو په بدل کی ی خپل غاښونه ویستل 
له خدای ددی عظیم نعمته ځان محرومه کړو- 
ته تولعنت شه چی پدی پیسو بیا سه کوی دوی- 
دبل طرف ښکاری هډی لری لوطی بدمعاشان- 
له کبره غټ لکه عادیان اوسمودی بدمعاشان- 
غټ دی قانون دی دهلکو دودول هلک ته 
- حیران پدی عقل پدی ساینس اوپدی پرمختګ 
- چی دهلکو ودول هلک ته سنګه کیږی- 
چی منفله دتولد اوتولید رشی کنه - 
شراب او ایډز قتل او قتال ته سوک لمنی وهی 
- چا دپوډرو مشین جوړ که سوک یی ستنی وه 
ی مونږخو لاستنه کی سروی قدری هم نشو اچوی 
- بیا دافیمو نه پوډر او هیروین سو جوړوی 
- له بل طرفه داغټ خیټی ملکان غوړمالان- 
په خلاتونو باندی روکدی داشیخان غوړمالان 
- چی کورته یی ورشی نوسوپرلری ټیکټری لری 
- په جریبو جریبو ځمکی لری غری لری 
-چکی صابون لوټه غوړو پسی به سرماتوی 
-چارک لوبیا دسوال دوړو پسی به سرماتوی- 
دماسیسو انجوګانو به سه نه وایمه 
- بس دومره وایم چی خیرات زمونږ په نوم راوړی 
- خپی تری راتاو کړی دخپل کور خیرات پخپله وخوری 
- ته وه کرزی لالا دکومی سوړی خوله بنده کړی- 
دبل طرفه دی شاعر په دواړو سترګو ړوند شی 
- ګوتی یی ماتی شه په ژبه باندی هم ګونګی شه 
- دجانان داشین منګی دی ستا په سر مات شی 
- دامازیګر اوداګودر دی ستابه وینو سور شی 
- ته دولس داسانګی سریږدی شر اوشور نه اوری 
- په غوږو کوڼ شی چی زګیروی دزمی ورور نه اوری- 
دچاپرکور سیلاب ختلی په چابم پریوتی 
- ته په دربارکی په کباب او پلونو ډک شوی- 
اودولس دتندغرو خوله دخاورو ډکه 
- داسحافت اوجورنالیزم دی ستا سر وخوری 
- په ګفتارنه کیږی نغلو فولادی عظم غواړی 
- ګوره اوربل د شیرینی فرهادی عظم غواړی 
- مونږ سره مه راځه خپل ځان ته سرنویشت ونیسه 
- دخوشحال خان نوم اونشان ته سرنویشت ونیسه 
- خلک دی نه منی راپاسه خپل هویت ثابت کړه 
- هغه دپنجاب په تور هود هود دی هغه خط ثابت کړه  
پاڅه لالا ټولو قومونو ازادی واخسته 
- ته خبرنه یی دبرلین دیوال یی ونړاوو 
- اواسرایلو فلسطین په رسمیت وپیژندل 
- اوزبکستان تاجکستان ترکمنستان ازاد شول 
- داتحادجماهرنه اوس روسیه جوړه ده 
- دمقبوضه کشمیربه هم ازاد کشمیر جوړ شی 
- چین به دهند سره دخپلی ملا په تیر جوړ شی 
- ستاپه سینه باندی درګردی ګنډین خار تیریږی 
- ګنډی ګریوان ستنه یی لاس کی په خوله تار تیریږی 
- ته دپنجاب دغلامی نوی سوچونه کوه 
- ته دملالی په مړوند باندی 
خوبونه کوه-
(تراب)

-
بېرته شاته