(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دجانان مینه

[29.Jul.2015 - 18:58]

له سترګواوښکي توېـوم په مینه

جانان به څنګه هېروم په مینه

کله چي راشي ودیدن ته اشنا

دخپل کوڅې یې تېروم په مینه

ترڅوبه یارله مانه لیري ګرځي

مرورزه په خولاکوم په مینه

له مانه ولاړی دبل چاشواشنا

ورپسې زه ژړاکوم په مینه

رقیبه کښېنه په قراره کښېنه

زه دجانان مینه کوم په مینه

دغه دستوردي زه منلی نه شم

یمه پښتون پښتو کوم په مینه

زه ارماني تاسره مینه کوم

انځوردي ځان سره ساتم په مینه

کلام رمضان ارماني سهیلي پښتونخواکویټه

 

-
بېرته شاته