(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخدای سره چل ول

[28.Jul.2015 - 17:36]

دخدای سره چل ول، ځان غولول حد اندازه لري

مخلوق سره دروغ،خیانت کول حد اندازه لري

قانونونه تر پښو لاندې کول بیا ځان قانوني ګڼل
پیسې د بیت المال غلاکول حد اندازه لري

دفقیر اود غریب کور ورانول او دوی وژل پکې
کوچیانو څخه ځمکې غصبول حد اندازه لري

پردیو ته په پټه او ښکاره جاسوسي کول
په مفتو ډالرو ځان سینګارول حد اندازه لري

د پچو او دتیلو په پیسو تجارتونه
جبهه کې د سرباز یواځې تلل حد اندازه لري

ټاکنو کې فریب، درغلۍ او زورواکیانې
ضیاء غوندې ځوانان بدنامول حد اندازه لري!

لوېې جرګې خیمه کې ځان قطه قته کول شه وو؟
که؛ کاغذ د پلان کیري ته ورکول حد اندازه لري

عرب او پنجابي؛فارس او روس ته چینګ غلامیدل
او خپل هیوادوال ته ځان امیرول حد اندازه لري

ولسه! وایه بس ده، فاسقان دې مجازات شي نور
د سیاڅټ په پوچ چارماغ شهیدیدل حد اندازه لري!

ساپی زړهءور حمیده! ځه اجر دې پر الله
خلک په ناپوهئ کې پرېشودل حد اندازه لري.

-
بېرته شاته