(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه به جنت ته د پښتو سره ځم

تل به په لار د مـــــــــــــــــــــېړنو سره ځم يمه پښـــــــــــتون د پښـــــــتنو سره ځم د ملـــــيت نمـــــــــــــــــــره د پرخې په څېر ســـــــــــــتا د دې شوخو پلوشو سره ځم دا چـــــــــې خــــــــــرد هم په ملت ځاروي زه دې همــــــــــــداسې لـــــــېونو سره ځم پام كـــــــــــــوه زه هغـــــــــــــــه نظر نه يمه چــــــــــــــــې به په دود د سپېلنو سره ځم وايي اغـــــــــيار چــــــــــــې د دوزخ ژبه ده زه به جنت ته د پښــــــــــــــــــــــتو سره ځم راســـــتنېدى چې نه شي وخت خو نه يم خـــــــــو د حــــــــالت د تقاضــــــو سره ځم كړمه جــــــــــهان چې د پښــــــتون ځملي د خـــــــــپلو پېغلو حـــــــــوصلو سره ځم وړم مســـــــــــتقبل ته د ماضي روايات زه د خپل حـــــــــــــــــال د ولولو سره ځم څــو چې راغونډ په يو مركز يې نه كړم هرې تپې ته د جرګو ســــــــــــــــــــره ځم

Arwahaad Hamza Baba -
بېرته شاته