(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راځئ دا بیشرمه غله سنت کړو؟!

[11.Jul.2015 - 18:28]

طنز 

غل غل دی څه تاجک څه پښتون دی 

غل  غل  دی  څه کوږ څه  موزون  دی

څوک چې هم دا کوي هم هغه غل دی

غل غل  دی څه بېغمه څه غم درون دی

اوس ټول توراوسپین په غلا اخته دي

غل غل دی څه یې وزه  څه  شپون  دی

یو په افغانۍ بله بهرنۍ ډالري ترغا ده

په بزرګانوکې یې ډالري ډیرمسنون دی

یوه احمق پولي ده بله بډې  اخیستل دي

احمق پولۍکار  ته  رو ورکول له ځنډون دی

که احمق پولۍ ورنه کړې نن ځه سبا راځه

بډې ورکول د کار د سر چپه کولو افسون دی

که غل دچا کره ونیول سي او رشوت ورکړي

د کور خاوند  په کې مجرم، غل  مصون دی

وطن فروشي هغه بهرني قرار دادونه دي

هغه مازې یو سپک لاسلیک  د یوتړون دی

بل غل هغه چې دیوی پروژي پیسي وهي

په قرارداد کې یې سهم ډیر تر میلیون دی

دنر زوی د ډامبر په ځای سړک اخیړ کړي

ټول رډ رډ ورته ګوري تړلی یې زبون دی

ټوله په دې  ښه خیریه کارو نو بوخت دي

دنورو غلاغوندکو کا رد شپې لکه حلزون دی

ځېني کولنګیانو ته راځي وړیا  ډالرونه

په کور ناست  په نوم د کوم وزیر لارښون دی

ځينې بادارن بیا په بهر کې خپل چکرونه وهي

چړې بړې  ورته حواله دلته   ډالر زرغون دی

همدا اوس چې غلا اسانه ده لکه د قروتو ژول

زموږ د اصلي وطنپرستانو وخت د ازمون دی

دوطنپرستو خولې له اوبو ډکي لکه کبان  دي

ځکه یو ډول نه بل یې په دې غلاو کې ګډون دی

ټول دا غدوي یو ډول دی  ډول ډول شوکه کوي

دچا تالان قانوني سي دچا هغې لوړتر قانون دی

یو مو د مور پوړنۍ بل مو د یتیم ډوډۍ ځغلوي

هر یو وایي په ما یې څه ښه زما شکر ژوندون دی

ټوله دا  غلاوي  یو په یو دا خوار تاریخ لیکي

خیر که څه مده په  وطن کې اسمان ترغون دی

***

پخوا یې دغلو مخ تور پر خرو یې چپه سپرول

نن دیموکراسي ده  وایی پام   غل وزیر نا مختون دی

په دې خوار رییس کار مه لرئ دپلار پلاره غل دی

دا وزیر له بهره تش لاس راغلی بیچاره  پښتون دی

هغه مامور چې بډی نه خوري  په شریني بسیا کوي

وايی دا ګوزک  بیا ګوره په دې اوږده بریتو خاتون دی

چا چې ځان ښه  تر پزې موړ کړ  په همدې  دور کې

په بل دوره کې یې وار د ډیر پر لوړ مخ یون دی

هغه چې میلیونونه ډالر هضم کړې د وطن پلورولو

اجراییه رییس کیږي د ولسمشر سره یې ویشون دی

هر چا چی ښه ډیره غلا وکړه په دې شتمن وطن کې

دنیا والو ته هغه سړی بیا خورا ډیر نیک شګون دی

هر څوک ځکه په سر ماتولو اوس غلا ملا کوي

شتمن ته په یوه بنټک ناچله اساسي قانون دی

هغه چې په میلیونو غلا کوي او رشوت  اخلي

د هغو د لوړو  شیطانانو سره اړون تړون دی

دلوړو خلکو معده لویه ده په میلیونونه هضموي

دخوار سړي د کولمې  په یو غیران شلېدون دی

نن داسې څوک نسته چې یو ډول غلا ونه کړي

هغه چې نن غلا نه کوی دسبا ورځي مجنون دی

دا اوس چې د څوکیو په سر وهل ټکول روان دي

دهر یو په مقرریدو د هغه ډلې د غوا لنګون دی

هغه د کلیم وخت و چې قارون په مځکه ننوت

نن هغه پر مځکې ژوند کولای سي چې قارون دی

***

هغه چې بې خاره غلا کوي او بیا  نیغ نیغ ګرځي

پوه سه دهغه هم اخیر یوورځ څیري پتلون دی

اخیر به یوه ورځ ددې خلکو سره حساب کیږي

څه په مړینه  څه په قبر کې  څه په ژوندن دی

د ا خوړلي غول به اخیر دی یا وارث یې قی کړي

نوم یې په تاریخ کې خاین او قبر یې واژګون دی

څه که غل دولت دا غله نه کړه په وخت  سم سنت

بې ارزښته ورته دولس نارې بغاری او لاریون دی

خلک به اخیر په  خپله لور دا  ناسنته سنت کړي

دې بې شرمه ناسنتو ته  نورد ولس خوړین لړمون  دی

که چوپ وو اخیر به زموږ پرتوګونه هم غلا کړي

دا دغلو نه سنت ول  ولس ته  موږک د طاعون دی

اخیر به دنیا دا وطن د غلو  د وطن په نوم یادکړي

نوردې غلو ته د وطن پرستانو بس اوسون دی

هر یو هره جارحه وسله چې لرئ بهر را ووځئ

پيل په هر سړک له یوه سره د غلو سنتون دی

 اړون تړون ( معامله ) ،اړون ( اړتیا ،مسنون (سنت) ،لوړ پر مخ یون( ترقی) ،مختون ( سنت سوی)، بنټک( انپلق )، چړې بړې( دعیش معاش )

-
بېرته شاته