(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ای زما وطنه

[03.Jul.2015 - 14:18]

ای زما وطنه
 
ای زمـــــــا وطنه د لعلونو خــــزانې زما
ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما
ستا سر چې وي ټيټ نو به زه شان او شوکت څه کړمه
ته چې خوارو ځار يې زه به مال او دولت څه کړمه
ته چې وران ويجاړ يې زه به خوب او راحت څه کړمه
مسته به دې خاوره کړم په مينه مستانې زما
ای زما وطنه
عقل مې ايرې شه ستا لپاره د فکرونو نه
سترګي مې قربان شه ستا لپاره د سوچونو نه
ځار شمه قربان شم ستا د خاورو د کورونو نه
ستا زړه کې پرتې دي ټولې تلې زمانې زما
ای زما وطنه
يا به دې زه سيال کړمه وطنه د جهان
يا به ستا په پښو کې تورې خاورې کړمه ځان
ځان به دړې وړې کړم خو تا به کړم ودان
نر يمه، پښتون يم تاته يادې افسانې زما
ای زما وطنه
(غني خان)

-
بېرته شاته