(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له ما اتل نشته

[03.Jul.2015 - 10:12]

زه يم زمرى پر دې نړۍ له ما اتل نشته
په هندو سند و پر تخار و پر کابل نشته
بل په زابل نشته
له ما اتل نشته
غشي د من مې ځي بريښنا پر ميرڅمنو باندې
په ژوبله يونم يرغالم پر تښتېدونو باندې
په ماتېدونو باندې
له ما اتله نشته
زما د بريو پر خول تاويږي هسک په نمنځ و په وياړ
د اس له سوومې مځکه ريږدي غرونه کاندم لتاړ
کړم ايوادونه او جاړ
له ما اتل نشته
زما د تورې تر شپول لاندې دى هرات و جروم
غرج و باميان تخار بولي نرم زما په اودوم
زه پېژندويم په روم
له ما اتل نشته
پر مروز ما غشي لوني ډارې دښن راڅخه
د هرې رود پر څنډو ځم تښتې پلن راڅخه
رپي زړن راڅخه
له ما اتل نشته
خپلو وگړو لره لور پېرزوينه کوم
دوى په ډاډينه ښه پالم ښه يې روزنه کوم
تل يې ودنه کوم
له ما اتل نشته

-
بېرته شاته