(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تازه شعرونه

[02.Jul.2015 - 19:28]

په زړه مي راوريږي تير وختونه پخواني
ستا ‌ډير زيات مي ساتلی تصويرونه پخواني

چې کله را په ياد شي ستا تصوير لاس کې راواخلم
لټوم په کې جانانه ‌ډير يادونه پخواني

نه جنګ وو نه جګړه وه نه کينه نه عداوت وو
اوس پاتي دي يارانو صرف خوبونه پخواني

حجری به وي ديرې به وي مشران کشران به ناست وو
منګی به وو ،سيتار وو، او ربابونه پخواني

هر چا به کوه فخر په رواج ، دوود او دستور
اوس لاړه مونږه پريښوده دوودونه پخواني

ولس به وو د کلي په کار بوخت په ( لو ، غوبل ) کې
اوس ما ونه ليده چرته ( اشرونه) پخواني

قيصه در نه اوږديږي پخواني يادونه پريږده
بيداره اوس کوه تش تعريفونه پخواني

 

نيمګړې تصوير

چې کله شم يواځي
ستا تصور کې لاړ شم
قلم راواخلم لاس کې
داستا تصوير جوړوم
په کاغذ تورې کرښي
کږي وږي وباسم
خو څه تری نه جوړيږي
زړه مي راتنګ شي ورته
‌ډير کاغذونه وشکوم
ليری يئ کړمه ګوزار
ديوال ته ‌ ‌‌ډ‌ډه ووم
وکړمه ‌ډير انتظار
قلم مي بيا راواخلم
چې يو غزل وليکم
خو بيا هم نه جوړيږی 
دغزل توري زما 
په دي کې شپه سبا شي
ستا دتصوير په پلمه
چې ملا بانګ ووهی
زه بيا قلم راواخلم
وايم چې دا ځلي به
تصوير حتمی جوړه ووم
ستا مخ کتاب کړم ځانته
پاڼي يئ اړه ومه
ستا د خايست رنګونه 
په کې زير زير ګورم
زما قلم عاجز شي
ستا دښکلا معيار ته
شروع دکوم ځای وګړم
دښکلو سترګو ځني
يا دي د ښکلی صورت
دتورو زلفو ځني
دمستي مستي ځوانۍ
چې په هر څه پوره ده
خو" په کې نه وينمه
يئ سر تر پايه ښکلی
زه ليونې خو نه ووم
کړم محبت ليونې
چې شوم مجنون دميني
ستا دالفت ليونې
چې شوګيری کومه
په تصور کې دا ستا
قلم کې رنګ تمام شي
خوستا تصوير جوړ نه شي
بيا دزړه وينو په رنګ
په تصوير بيا شروع کړم
د بدن وينه مي هم
ختمه شي ستا په تصوير
وروسته د ‌ډير کوشش نه
تصوير نيمګړی جوړ شي
دغه نيمګړی تصوير
زړه پوری کلک ونيسم
داستا په خيال کې ‌ډوب شم
فکر مي ليري يوسی
چې خبريدمه په ځان
ورځ هم وه نيمه تيره
ناڅاپه چا غږ وکړو
ويل بيداره پريږده 
دغه نيمګړی تصوير
هغه چې ته يادوي
اوس ددي کلي نه ځي
ک‌ډی يئ بيا بار کړي
خدای خبر چرته لاړه

شاعر:بصير بيدار ستوری

 

مور دورځی په وياړ

مور يو داسي لوی نعمت دې
مور په دي دنيا جنت دې
د مور عظم فولادی وي
مور ژوندون دې مور طاقت دې
د مور مينه ريښتيانی وي
نوري ميني بس عادت دې
دمور ژر دعا قبليږی
په دعا کې کرامت دې
خدمت فرض وي دمور
هر خدمت يئ عبادت دې
دعاګوی چې وي له موره
په نصيب يئ تل راحت دې
نافرمان چې شي له موره
په قسمت يئ تل ذلت دې
په غوسه کې کړي هم مينه
تل يې زړه کې شفقت دې
چې بيدار ورته سلام کړي
ددي مور مقام اوچت دې

بصير بیدار ستوری

 

لويه خدايه
پاکه ربه
تاته ناست تل په دعا يو
دغه سوال زموږ قبول که 
سوله آمن راله راکه
جنګ زموږ له سره واخله
جنګ وحشت دې تباهی ده
موږ له جنګه ستړی شوي
آمن غواړو سوله غواړو
کور او کلي مو تباه شول
ټول په دي جنګ کې تالا شول
ښه ځوانان مو شولو خاوری
هم سپين ږيری ماشومان هم
خو دا جنګ کله ختميږی
پوره ديرش کلونه وشول
جنګ روان دې نه ودريږي
د دهشت په نوم تباه شو
پښتانه غرق شو تالا شو
لويه خدايه پاکه ربه
دا څه کيږي لا به کيږي
دانسان زړه پري خوږيږي
ته خپل رحم کرم وکه
له دي شره نه مو خلاص که
دجنګ نوم ورک په دنياکه
دا دجنګ شيطان تباه که
دا زموږ په وس کې نه ده
لويه خدايه پاکه ربه
سوله آمن راله راکه
هرپښتون په خپله خاوره 
جګ سر لوړی که بالا که

بصير بيدار ستوری

 

بيا مي زړګی په درزيدو شو څه خبره خو شته
وجود مي ټول په رپيدو شو څه خبره خو شته

 بيا د جانان کوڅه کې خلک راټول شوي څنګه
چي هرسړی سر په توبو شوڅه خبره خو شته
بيا دچا کور وران شوې څوک وسو په سرولمبو کې
چې شين لوګې په جګيدو شو څه خبره خو شته
مخي ته راغی زړه يئ ډک وو څه يئ نه وېلی
شو راپه غاړه په سلګو شو څه خبره خو شته 
پيغلو چې مات کړه خپل بنګړي دخپل مړوند په څلي
هله شوم پوه په پوهيدو چې څه خبره خو شته
خبري ډيري دي بيداره ټولې نه شم ليکې
خبره بيا د پريښودو شوه څه خبره خو شته

بصير بيدار ستوری

 

ای وخته ‌ډير بي وخته دي اخته په وير دځان کړم
قيصه دژوند شروع کړم که شروع دغم داستان کړم

ماشوم وومه ,هلک شومه ,ځلمی شومه ,سړی شوم
د ژوند په مزه پوه, نه شوم چې ګټه, که تاوان کړم

د بر ,دې که د لر ,خو پښتون دې ,خوار و زار 
دجنګ په اور کې سوځي پريشانه هر افغان کړم

په لمسه داغيارو مو کړو خپل وطن بر باد
موږ هيڅ اسره و نه کړه کوم عمل درته بيان کړم

يو جنګ دپاسه جنګ دې او بل جنګ په کې توديږي
فقط جنګ ته پيدا دې غم د ټول افغانستان کړم

حکومت زموږ دوه سرې دې په څه به آمن راشي
راځۍ چور دې تالان دې تاسو هم به وزيران کړم

والي که نه شوي ګوره ولسوال به خامخا شي 
که داسي هم ونه شوه بيا به تا لوی قومندان کړم

ملت دي په کې خوار وي دا حکومت زموږ ميراث دې
کانديد به بيا جرګي دولسي شورا ته ځان کړم

چې ښي پيسي مې وګټلی او جوړي مي پلازي کړی
بيا خلک دي توبي کړي زه به ځان خپل په کې خان کړم

بصير بيدار ستوری

یادونه
هغه چينار هغه ګودر درته ياديږي که نه
زموږ د کلی مازيګر درته ياديږي که نه
چې به فضا وږمي وږمي غرونه شينکی نه ‌ډک ؤ
د سيند شمال او روڼ سحر درته ياديږي که نه
چې به ولس راجمع شوې وو د کلي په کار
هغه, غوبل ,هغه, اشر,درته ياديږي که نه
چې ما او تا به په کې پاڼې ټولولي د باغ
هغه پيوند پيوند څادر درته ياديږي که نه
اوس هغه هر څه کن‌ډواله دي غرونه ټول سپيره دي
شنه ځنګلونه دنښتر درته ياديږي که نه
ترنيمو شپو چې به سيتار منګې رباب غږيده
شپه د سپوږمۍ ورځ داختر درته ياديږي که نه
بيداره تيري قيصي تير يادونه پريږده بس که
اوس هغه خپل کلی ,تنر, درته ياديږي که نه

بصير بيدار ستوری

 

په شين چمن شينکي باغونو باندي اور ولګيد 
په دنګو دنګو چينارونو باندي اور ولګيد
دسپينو واورو شني لوخړې دبارودو خيژي
غرونه مو څه چې په سيندونو باندي اور ولګيد
دهسکو غرونو ښکلا ګانو دښايست ګلبڼ کې
دشنو نښترو ځنګلونو باندي اور ولګيد
دچا قاتل نظر پرېوتې په دي پاکه خاوره
کلي مو سوځي په ښارونو باندي اور ولګيد
قتل ارزان ، مرګ دې ارزان ددي بازار سودا کې 
سرونه غوڅ شو جسدونو باندي اور ولګيد
د دنيا خلک د تعليم په بام اسمان ته خيژي
زموږ د زده کړي مکتبونو باندي اور ولګيد
د بې علمۍ توري بلا ټوپک په لاس کې راکه
قلم ماتيږي کتابونو باندي اور لګيد
د اختلاس ، فساد، رشوت بازار ښه ګرم ښکاري
دخوار غريب خالي جيبونو باندي اور ولګيد
تير شوی عمر کې چې سوله آمن موږ ونه ليد
د باقي عمر ارمانونو باندي اور ولګيد
د بدنيتۍ فضاء خوره ده مېنه ورکه ښکاري
دهوس وږي شو نېتونو باندي اور ولګيد
نن په ‌ډالرو خرڅوی دخپل بابا ْْهدوکي
په هديره کې په قبرونو باندي اور ولګيد
د ظلم دا داستان ختمېږی نه، بيداره واوره
نور مو د خوب په تعبيرونو باندي اور ولګيد

بصير بيدار ستوری

 

یم لیونی چې ستا يادونو سره لوبي کوم
هسي دخپل زړه د دردونو سره لوبي کوم
دحقيقت په لټون ستا تصوير په لاس کې واخلم
چې ته را ياد شي تصويرونو سره لوبي کوم
زخم د زړه مي راته وګنډه د زلفو په تار
چې کله کله دي تارونو سره لوبي کوم
اوس چې دمينی محبت په خوږو پوه شومه زه
خوشحالی نه شته صرف غمونو سره لوبي کوم
نور دبيدار دليونۍ ميني انجام به څه وي
لکه مجنون دبيابانونو سره لوبي کوم

بصير بيدار ستوری

دغوښو سوداګر

يوه چېنه وه داوبو د غره ترغاړي
دوه کوترې يئ په خوا کې وي ولاړي
يو دبل خولې کې اوبه راڅڅولی
کله کله به ورکړي سري منګولی
زه ولاړ وم تماشه يئ ما کوله
کله وبه کړو غورغور او کله غلی
خني وخت به يئ مښوکي سره ورکړي
په غورغور به يئ يو بل ته څه وېلي
خيال يئ نه ؤ څوک زموږ په لور کاته کا
ما دليرې نه د دوی په لور کتلی
زه سوچ وړی ووم دتيګی په سر ناست
دوی په مينه ديو بل نه تاويدلی
په دي وخت کې يو صياد دکومې راغې
‌ډز يئ وکړو دواړه غبرګي وويشتلی 
لږ ساعت کې يئ دميني جوړ کور وران شو
دچيني په غاړه دواړه پړقيدلی
بيا يئ دواړه په تيره تيغ کړي حلالي
ما پرې غږ کړو, دادي ولې ووژلی
دي ويل زه يمه ښکاری دغه مي کار دې
زه دغوښو سودا ګر يم چپ شه مړي
ماچې وليده دا حال فکر کې لاړم
که ټوپک نه وې نو دا چا به چا وژلی
دټوپک ګولۍ لحاظ کله دچا کړی
بس خو زه به پري تا ولم ته مي ولی
په همدي کې مونږه ځان سره تباه کړ
په دي نه يو چې دا څه کوو او ولی
په جنګونو کې را لوی شو بو‌ډاګان شو
موږ د أمن مزه هيڅ نه ده څه کلی
وخت روان دې په تېزۍ سره تيريږي
موږ تري وروسته پاتی کيږو موږ بايللی

بصير بيدار ستوری

-
بېرته شاته