(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بې له تانه دجنت په لوري نه ځم

[30.Jun.2015 - 19:20]

بې لــــه تانـــه د جــنت پـــه لـــــوري نـــه ځــم              که دوزخ وی، خو جوړه به درسره ځم

دا  څـــــه نــــــوې  خـــــبـر نـــه ده  نـازنـیـنې          هـا پــخـپـلـــــه پـــخـوانۍ مـــواعـده ځم

چې د عشق په اورکې سوی تک تور سکور یم            هـــــمـدا لاره مې ده لــویه فــریضه ځم

د رقـیـب لــــه تـهـمــتونــــو مې بــاک نـشــــته             زه پـــخـپـله کــره لار، غــره غــره ځم

څو ژوندی یم، څوچې ساه مې ځان کې ښـوري           دا  د عشق او عاشـــقانـو پــه نعــره ځم

بل مې هــیـڅـوک رهـــنما او رهـــبـر نشــــتـه              بس د میـنې پــه فــــرمان او رائحـه ځم

ماچې ځـــان د خـپـل وطن لـــه پــاره وقــف کړ             پښیمان نه یمـــــه، هـمدا مې ګــزینه ځم

زمــا ځــواک کــمــزوری مـــه بـولــــه رقـیـبـه             تـنـــها نـــه ځـم د ملګــرو مـجموعه ځم

نورمحمد غفوری

-
بېرته شاته