(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون او پښتونخوا

که هر څو وخورم ټکري ؛ زه ولاړ پر خپل ډګر خپله صحرا ۰۰ دا مي حق دي چې لمسې او کړ وسې ؛ د میرویس خان او احمد شا ۰ د هیڅ چا نه نه ډاریږم ؛ څکه ناست پر خپله خاوره د نیکه او د بابا ۰ نوري نه اورم قصې دبیګانه وو ؛ دا شعار مې دی پر ژبه ؛ چې پښتون او پښتونخوا؛ د دښمن صلاح به واړه په لاس راوړم ؛ په عادت د خپل نیکه او د بابا ۰ چې زیږیدل مي لمانځل سوي دي په ډزو ؛ مخ په وړاندي د لښکرو بي پروا ۰ پریبه نږدمه دښمن پر خپله بیټه ؛ چي فاتح داصفهان؛ پانیپټ او بخارا ۰ چې نن وینم پښتانه ځوانان ترټلې ؛ زه کامران د ډیره قهره په ژړا ۰

Khaal Kamran -
بېرته شاته