(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[30.Jun.2015 - 19:06]

ګرمي وه، تږی وم روژې پسې اخیستی ومه
او بل سوچونو د هغې پسې اخیستی ومه

ساده مخلوقه ما دا وېړه دنیا څه لیدله ؟
د چا د سترګو تماشې پسې اخیستی ومه

لکه څوک خوب ویني، پر ما په ویښه دا چل شوی
رڼا ته نه وتم تیارې پسې اخیستی ومه

د اضطراب، د درد و کیف څه تجربه وه نوې
نه خوف، نه تبه خو لړزې پسې اخیستی ومه

ما به ژړل خو بېکسیاره په بې وار سلګیو
دچا په ناز ناز دلاسې پسې اخیستی ومه

 بېکسیار

-
بېرته شاته