(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اوسنی یاران دی خوشی

[16.Jun.2015 - 18:45]

اوسنی یاران دی خوشی
چه حاجت ئې درته وشې
ستا به پلار ستا به نیکه  شي

کار چه خلاص شی داسې تښتی
دلیندې نه لکه غشي

چه یاری په شلتالو شي
دا یاری به یاری نه شي

نن خو دومره یاران ډېر شو
لکه سیند کښې خشي پشي

سخا بادام دی وائې نه خلې 
یو به ډک وی سل به تش ېی

په فائده دی ظاهر خاندی
خو پکښې اوبه اوبه شي

ته په دغه لاره مه ځه
غنی دا به درته ښه شي

-
بېرته شاته