(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[08.Jun.2015 - 08:58]

رنګ ترې اخلئ مینانو په زړګو کښ

بیا ګلونه ټوکیدلی دی سپرلو کښې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
غم. د هجر. دې. پالم خو. وزګار. نه یم
ستا یادونه میلمانه می دی په شپو کښې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ژوند د. اوړی. وو. خوندونه. مکیزونه
مونږ چی لوبې به. کولې په. کوڅو کښې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ما. ته. یاد شی ستا د بام د سر کتل نن
خوند. د. مینی. وو. د لرې. په. کتو. کښې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا تراخه. تراخه وختونه . لږ. خواږه کړه
ښکلا راوړه ته د. سترګو په ککو. کښې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ستا د. زلفو د تورتم. ریحان می یاد شی
ستا خهره به را ښکاره شوه په وږمو کښې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ستا د مخ د رڼا. سیوری. ته. ژوندون کړم
څښم د مینې شراب ګلی په پیالو کښې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیونې. نه. شې. " افکاره" لږ. په خود. شه
ښکلی ټول درنه چا پی ر په محفلو کښې 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اقبال حسین افکار
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

-
بېرته شاته