(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نا اهله/سپین سترګی

[03.Jun.2015 - 19:43]
سپین سترګی
 
نه منصف دی نه حاکم نه کوم پاچا
بس د هرچا ځینې  ځان  ګڼي  بالا
 
په ظاهربه کړي د سمې لیار خبرې 
حقیقت  کې دی بې لارې لوی ګمراه
 
احترام که د حیا  بل  ورته کاندي
نه پوهیږي په اخلاص دی د بل چا
 
یو زره قدرې انصاف یې زړه کې نشته
د شخصي ګټو ډاکو دی  سم  صفا
 
نه د مشر نه د کشر خیال به ساتي 
ورته ښکاري ځان هر چا ځینې  دانا
 
ډیر مضر او شر انداز دی په کارو کې
ځان ته وایی به عالم ، لیډر ،  پیشوا
 
په مجلس کې به په زیر او زور غږیږي
څوک یې نه اوري، کړي خبرې بې مانا
 
تر پرون پورې په غیرو لار روان وه
اوس سپین سترګی  تراشي ځان نه ملا
 
ربه ته ورته  انصاف لږ په نصیب کړې
چې  د شر او  ګمراهۍ  نه شي سیوا
------------------------
سمیع الدین افغاني
۱۰ - ۶ - ۲۰۱۵
م ۰ کال
 

نا اهله

صاحب چې د مقام شي بیا خپل ځان ورځینې هیرشي

د کور او کلی دود او تیر  دوران  ورځینې هیرشي

هرڅه ورځینې هیر شي د دولت دونیا په حرث کې

حرام ،حلال ته نه ګوري ایمان ورځینې هیرشي

پرونی  که یې د پلار کورکې هوسا اوارام ژوند وه

بیا ورسته د نیکه ها دسترخوان ورځینې هیرشي

دوکه کوي هرچا سره د خپل مطلب اشنا دی

معیار د انسانیت عهد او پیمان ورځینې هیرشي

صادق او پاک انسان ته د چوکۍ موخه خدمت دی

نا اهله پرې مغرورشي  خپل خپلوان ورځینې هیرشي

وختونه تیرینه تیر شي  ټول عبث فریب، دوکه کې

د پلار، نیکه عزت او خپل وجدان ورځینې هیرشي

سمیع الدین افغاني

 

-
بېرته شاته