(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شعرونه تازه شول

[31.May.2015 - 21:15]


القاعده اوداعش
اوس چی ھررنګ نمایش جوړیږي دلته
د شیطان په فرمایش جوړیږي دلته
 
د اسلام د تخریب ستری پروژی دي
القاعده اوکه داعش جوړیږي دلته
 
د وژونکو انسانانو سترفوځونه
په بدل نوم اوپوشش جوړیږي دلته
 
د یھودو په ډالرو تمویلیږي
چی ھرډول ھمایش جوړیږي دلته
 
داد تورشیطان ناولي پروژی دي
بغاوت اوکه شورش جوړیږي دلته
 
د یھوداوپنجاب دواړوپکی لاس دی
که جنګونه،که تنش جوړیږي دلته
 
د اسلام په ضد اوس سترسترپلانونه
د دوی دواړوپه سازش جوړیږي دلته
 
په جګړه کی د دوی ګټی دي قیامه
جنګ یی ځکه په خواھش جوړیږي دلته
الحاج الھام الدین قیام
10/06/2015

 

! افغانه

زما د دواړوسترګوتورافغانه

زما تورزن ، زما باتورافغانه

 

په زړه کی څو وړې پوښتنی لرم

درنه ځواب غواړم ضرور افغانه

 

داکوم غیرت،کومه میړانه ده ستا؟

چی پخپل لاس وژنی خپل ورورافغانه

 

تا پدی کارکی څه ثواب لیدلی؟

چی ژړوی دی خپله مورافغانه

 

تا پدی غم کی څه خوښي لیدلي ؟

چی کونډوی دی خپله خورافغانه

 

پدی ورانیوکی دی ګټه څه ده ؟

چی ورانوی دی د پلارکورافغانه

 

وایه چی چا درباندی کوډي وکړل؟

چا کړی جنګونوته مجبورافغانه

 

تا خو له شانه په چا وارنه کاوو

له چا دې زده کړواوس تُرورافغانه؟

===

تا خو د ځان په ضد قیام کړیدی

ځانته دی جوړکړوسترپیغورافغانه

الحاج الھام الدین قیام

30/05/2015

 

-
بېرته شاته