(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

د زړې زمانې نكله! كومه دي د كار سرونه دا خو رسيدلي دي هر كاڼي ته په شمار سرونه د خونی فلک د سترګو بيا ګزمې رانه چاپيرې بيا سترګو كښي څاري، را نه اخلي د دستار سرونه داسي سر چي سل منزله تر بورجله راته راوړي چرته كه له سلو سي پيدا داسي شهكار سرونه دا چي يو وتلئ نه وي سل پرې راسي څه عجب يو فصل! دوى كرلي دي اغيار سرونه سل دې ومره يو دې مه مره دا متل د كوم عالَم دى سر خو دلته ومري، سل په دار سوو دا د دار سرونه.

Naseem Pasarley E-mail: [email protected] -
بېرته شاته