(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کونه څیرې کرک مړ

[21.Apr.2015 - 21:47]

طنز
محمود نظری
  
 اخیر دي دسپي تر لکۍ لاندې عمر تېرولو ته کړو اړ  
اخیر دي په شنو زمریانو واک وچلوي تک خړ لومبړ 
اخیر دي واکمن کړ پر موږ افغانانو هغه پخوانی اجړ
اخیر دي د وطن د شتو  د جارو کوونکو کړو بیا ملاتړ 
دهغه متل کانه په موږ وسوه کونه څیري کرک مړ 
***
خدایه زموږ واکمن دي د بل دغړیکې خرک کړ
خدایه زمو ږ شین زمری دی د پردو خړ موږک کړ
خدایه په هغو دي ولس را ټول نه، تیټ وپرک کړ
خدایه موږ هر لوی رییس دی د مغولو کنیزک کړ
دهغه متل  کانه  په موږ وسوه کونه څیري کرک مړ 
***
خدایه دخره تر لکۍ لاندې د عمر تیرولو یوموږ خپله پړ 
 خدایه د کابینې یې د خره مرګ جوړ کړی واکمن جنجړ
خدایه ستونی مو ډک ډک کیږي  ولي سوداسې انجړبنجړ
دیو پر ځای مو پر ځان دوه باچاهان کړه یو  لمبړ اوبل متړ
پشلا یوبل  ټکوي دولس مخکیته کړي سارک روغبړ
اوس دهغه متل  کانه  په موږ وسوه کونه څیري کرک مړ
***
خدایه داموږ ډاکټران باچاهان  ولي دواړه سول کورک
دهرنا اهل کار غوره کول سول په لوبه د باچا وزیرک
هر خر و غول راولي وایي دی دی د وطن اصلي زیرک
غل غدو یې راوستل د ا د بیت المال د غلاو تاغارک 
د دې جنوبانو په راوستلو مو خپل شین بڼ کنکرک کړ 
اوس دهغه متل  کانه  په موږ وسوه کونه څیري کرک مړ 
***
ول خاین ورکوم سم سوتره  خاین یې واکدار کړ
ول غاصبان ورکوم خاوند د منصب یې هر غدار کړ
ول اهل کار  مقرر وم هرناهل یې په غرتو اهل کار کړ
ول سوله  راولم ولس یې دډیرو جنګو شخړو بیزارکړ
ولسه چې بیا ملاتړ ونه کړې د هر جونګر، اوترک مړ 
اخیر دهغه متل  کانه  په موږ وسوه کونه څیري کرک مړ 
***
کنايې ا وییونه
[دسپي تر لکۍ لاندې عمر تېرول ] په سختي عمر تیرول؛[دخره مر ګ ځینې جوړول ] لنډ کار اوږدول ؛[ ستوني ډک ډک کېدل ] ژړا راتلل؛[ د چا کور ورجارو کول ] کور چورول
لمبړ( احمق )، ،متړ( کم عقل)،انجړبنجړ( پریښان)، جونګر ( ناراسته)،جنجړ( بې همته)، لومبړ ( ګیدړ)، ، اجړ ( بیزوان)، کنکرک ( مړاوي ، یخی ) ، سارک ( ټینګ)
 

-
بېرته شاته