(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنو ځلمو

[08.Apr.2015 - 21:04]

د خوست او جلال اباد غمیزه 
لویه خدایه له دغو مکارو غلو غدارانو نه مو خلاص کړی
هغه وخت به کله وي چی له وحشي طالیبانو نه مو خلاص کړی
پرون یی خوست کې نن یی جلال اباد کې د وینو سیلاب وبیاوه
لویه خدایه تاته دعا وزرو ځاری کوو له دغو توروریستانونه مو خلاص کړی
دا څه بد حالت روان دی نه دوست نه دوښمن معلومیږي
لویه خدایه ته له دغو راغلو وحشي کافرانو نه مو خلاص کړی
شپه او ورځ انسانان دي چی وژل کیږي د پوښتنی یی څوک نه شته
لویه خدایه د داعش له بلاوو شیطانانو نه مو خلاص کړی
وکیلانو د پارلمان غړو نور هم سترګی ړندی غوږونه کاڼه واچوۍ
لویه خدایه له دغو منافقو وکیلانو نه مو خلاص کړی

 په سترګو ړوند په غوږو کوڼ شی
شاعره هر څه د منم خوپه شعر کې د سره لبان نه منم
هر څوک مور خور لري ستا په شعر کې تور زلفان نه منم
چی مودام یی قلم تور سرو پسی اخیستی وي چی هر
چیټات یی مخ ته راشي لیکي یی داسی شاعران نه منم
ملک د پښتو دی دلته هر څه په هیا پرده کې وایه
چی مودام د خور او مور اندامونه یادوي داسی مکار انسان نه منم
د ښو ځوانانو پاتی کوڼډی له ډیره خیاله کاږه وړل ورمیږونه
خوار شی ته لا د لیلا وربل ته غذل لیکي داسی غذل خوان نه منم
په سترګو ړوند په غوږوږ کوڼ شی ته دا د وطن له درده ډک 
حالت نه وینی چی درباري شاعري کوي داسی دروغجن بی ایمان نه منم


 زما مسافر لالیه
سترګی می ستړی شوی د لاری په کتو کې
عمر لاړ تیر شو د هجران په غمو کې
ته لاړی ماته د وکرل پل په پل غمونه
زړګی می مدام ډوب دی ستا په وسوسو کې
وس می نه شته که نه ولله کې می پریښی وی
راځه راځه خوشحالي نه شته پریدي وطنو کې
تنکۍ ځواني د خواری هیری کړه مسافری کې
نه می هیریږي چی په مړاوو سترګو د غلي راوکتل په تلو کې
هیرانه یمه زمونږ خوار قیصمتونه چیری ویده دي
ذبیح الله شاعره مسافرو ته لیکه پیغامونه په شعرو کې

ساده پبښتون یم
دا در ته چاویل چی په مینه کې توان نه منم
دلبره هر څه د منم خو رقیبان نه منم
د غیر غماز په خوله دمکي د یری مه راکوه
ساده پښتون یم بدماشي د چا په ځان نه منم
رقیبه لری شه هڅی ځان راباندی مه سپکه وه
ملک د پښتو دی د دروغو باټی د جانان نه منم
کبر غرور په سر اخیستی یی ورک سپک به شی
سپلی په غاړه دا ریخی ریخی ګروان نه منم
ذبیح الله ځه لاړ شه په مخ د زړي ګلونه
په تا می نور باور نه شي د دروغجنو خلکو ایمان نه منم


د میړانو ستاینه په شعرو کوو
قدر د مشرانو په لیمو کوو
ټولی پیصلی مو په جرګو کوو
دا د شملورو پښتنو وطن دی
ساتنه یی د سر او ځان په قیمتو کوو
چا چی په د وطن سر او ځان قربان کړ
مونږه یی ستاینه په شعرو کوو
پام کوی چی د میوند شیهدان هیر نه کړی
په ښونځیو کې صفت تاریخ د پلار نیکو کوو
لوړ تاریخ نه د قربان شو ای وطنه
ذبیح الله د خان غفارخان د تاریخ کیسه به تر کلوکلو کوو


 راکړه ډک جامونه ساقي
ساقي راغلی یمه ستا خواته په توره شپه کې
که لږ قرار وکړم په میخانه کې
په زړه کې می ور د بیلتانه دی
جامونه راکړه تازه تازه کې
رانه پاتی جنت نیشان وطن دی
د هجران لمبی ګرځوم په سینه کې
په ډکولو تشولو د جامونو پام غلتوم
بس به راته نه وایی په نشه کې
ازلي شرابي نه یمه د چا له غمه یی څکمه
ذبیح الله کتل ولی کړی راته په غوسه کې

 

صوله رانه غله
ګل غوندی وطن مو سوزیږي په جګړو کې صوله رانه غله
اعمر مو لاړ تیر شو په کړاونو غمو کې صوله رانه غله
لابه تر کله هم داسی جدا جدا ترغی په ترغی ګرځو پښتنو
قیامت به راشي خو د سر سړی پیدا نه شو پښتنو کې صوله رانه غله
تر سو چی یو موټی یو قوت نه شو هم داسی بد حال به مو وي
راځی یو بل ته سپینه خبره وکړو په جرګو کې صوله رانه غله
ټول وطن هیدیره شو وطن مو ټول له کوڼډ ایتیمانو ډک شو
لویه خدایه دلته خوشحالي نه شته د هي چا زړو کې صوله رانه غله
څوک له وطنه ځي پردو وطنو ته مزدورو پسی ښکلی ځواني یی
خواری هیري شي د مسافری په تورو تیرو کې صوله رانه غله

 

 

په وطن ځان قربانول کار د پښتنو دی پښتنو ځلمو
میړانه غیرت راته پاتی په میراث له پلرونیکو دی پښتنو ځلمو
راځی چی یو موټی یو قووت شو د دوښمن لپاره
د جګړو له لاسه نن هر پښتون بندیوان د غمو دی پښتنو ځلمو
لا به تر کله وي دا مامتمونه دا له درده ډکې شپې ورځی
اخیر ولی د عرب او غرب د ګټو لپاره وطن مو په سوزیدو دی پښتنو ځلمو
دا نن چی کومه جګړه روانه ده په د کې زمونږ هیڅ ګټه پایده نه شته
د چا لپاره نن د پښتون وینه دومره په اسانه په بیدو دی پښتنو ځلمو
دا ټول د اینګلیس او امریکا پټ پیلانونه دي چی په پښتنو یی تتبیقوي
نور بس ده راویښ شی جنت نیشان وطن مو په تقسیمیدو دی پښتنو ځلمو
************

جنت نیشان وطنه
وطنه ګران وطنه
تانه شو قربان وطنه
ته یی زمونږ شمعه
مونږ یو ستا پتنګان وطنه
تل به ستا کوو خیدمت تابه ساتو امنت
ته یی زمونږ مور مونږه یو ستا بچیان وطنه
ستا ساتنه په مونږ فرض سونت دی
ته یی زمونږ ایمان وطنه
نه لری سارئ په دنیا چیری
جنت نیشان وطنه
د جیږو غرو وطنه نه هیروو تاریخ د پلار نیکو وطنه
زمونږ لوی پښتونیستان وطنه
********************

 د شهیدی فرخندې په یاد
زخمي زخمي بدن له دنیا نه ځمه الله ته ورځمه
زړګی ډک له ارمانه ځمه الله ته ورځمه
ګریوان شکیدلی سینه ګاری بګاری
په وینو رنګ له جهانه ځمه الله ته ورځمه
د مینجور په فیتوو لڼډغرو د ښار غلبیل غلبیل کړمه
په ژوندیني یی راباندی جوړ قیامت کړ ناخبره له خپل ځانه ځمه الله ته ورځمه
په شمار د ژوند د سفر شفی ورځی ډیری پاتی وی
خو ظالیمانو ستاسو له لاسه ډیره فریشانه ځمه الله ته ورځمه
په جنازه می تلوار وکړی ناوخته کیږي نا اشنا وطن ته ځمه
لاړم ورکه شومه له هر چانه ځمه الله ته ورځمه
*******************

د بوډا او پیغلې نجلۍ واده !؟
مور می بوډا له ورکوینه یا امځولو دا څه کوي زه نه پوهیږم
د غمو په سیلاب می ډوبه وینه یا امځولو دا څه کوي زه نه پوهیږو
ښه ورته وګوری بیمار دی په امسا ګرځي کوګ وګ ناچار دی
کړی می څه ګناه ده چی په ور می سوزوینه یا امځولو دا څه کوي زه نه پوهیږم
بوډا زما نه په کاریږي تمامه شپه به په سنګل راته ټوخیږي
تړمی تړمی وښکې می په ګیروان ځینه یا امځولو دا څه کوي زه نه پوهیږم
مرګ می تر خوښ ده نه اورم زه داخبری تر سو ژوندی یم
خوښه په دی یمه که پانسي څوک راکوینه یا امځولو دا څه کوي زه نه پوهیږم
زه هم پیغله نجلۍ یم په زړه د واده اوس ارمان لرم ذبیح لله
د یوه ولور لپاره قیامتونه راباندی راولینه یا امځولو دا څه کوي 
******************

 مورجانی جنت دی نصیب شه
مهربانه مور می ډیره ډیره یادومه
نه هریږي که هر سومره یی هیرومه
ژړا راځي وړو سلګو نیولی یمه
مورجانی کوم یو یاد به دله زړه لری کومه
نښی نیښانی دی ډیری راسره پاتی شوی
خو نن ستا هغه اخیري تصویر ښکولومه
ستا د چورتونو په ټال کی زانګم رازانګمه
ستا له تیرو یادو تصویرونه جوړوم ورانومه
بی له تا لکه غنم په زړه دوه پړکه وچودمه
ذبیح لله مرګ حق ده زه به هم زړه ورو ورو سبرومه
*********************

صولی رانغلې
ژوند لاړ لکه د پخو ګل په هوا شو ته رانه غلې
مونږه رنګ په رنګ په ژړا شو ته رانه غلې
لر او بر پښتانه د غم جګړو کې راګیر دي
کلونه وشول چی مونږه پښتانه او خوښۍ سره جدا شو ته رانه غلې
نن د پښتنو قتلي عام ته د نړۍ غټ ظالیمان سره یو شوي
پښتانه له هر لوري یوازی خالي لاس دي لاړ برباد تبا شو ته رانه غلې
پسرلی تا به څه کړو زمونږ وطن اوس ټول هیدیره شو
په وینو رنګ دی ټول وطن مو چور تالا شو ته رانه غلې
پسرلی داسی هم نه ده چی پښتانه خوښي میلمه پالنه نه پیژني
خو اوس پښتانه د جګړو له لاسه وروسته پاتی له هر سیالۍ د دنیا شو ته رانه غلې
********************

 په وطن چور روان دی
څه بد حالت په د وطن کې روان دی
خوار غریب ته دا وطن لکه زیندان دی
ټول وطن مو له کوڼډو ایتیمانو ډک شو
څه خیالي ځوانان مري ارمان ارمان دی
یو د بل مرګ ته بی سبره غوندی ناست دي
یو په یو نوم بل په بل نوم مري چی افغان دی
دلته د هر چا بیل بیل قانون دی سوفي شیخ
اشرار د ټوپک په زور په خپل سره قومندان دی
پرون یی ناری د جهاد او حجرت ویلی هم دغه
بی شرم غلام د ډالرو نن مو سالار د قافیلی او کاروان دی
چور یی نیښلولی په یو نوم په بل نوم غلا وی وکړی
اوس په د وطن کې پته نه شته څوک غل څوک پاسبان دی
لاندی ځمکه پاس اسمان راته په قار دی
چیرته لاړ شو لویه خدایه بد مو ګوزران دی
****************

 شاعره خوار سی غزل د اوربل مه لیکه !؟
له ډیر خبګیانه مو زړو نیولی د وینو زنګ دی
د غم بلا راسره روانه سنګ په سنګ دی
چیری لاړ شو لاندی ځمکه پاس اسمان راته په قار دی
لویه خدایه کلونه وشول په د وطن کې روان جنګ دی
لویه خدایه کفار مو وهي وژني په خپل کور کې څه مو ګناه ده
ټول وطن یی رانه چور کړ وطن د غم ټالۍ وهي ړنګ بنګ دی
بل قیامته حجت نه شته په افغانانو سو ځلي د جګړو قیامت تیر شو
د ډیرو سرګردانیو له لاسه هر افغان ته چی ګوری لکه ملنګ دی
د ښو ځوانانو پاتی کوڼډی ایتیمان دي خوار سی شاعره غزل د لیلا
د اورب مه لیکه ټول وطن هیدیره شو هر کور کلی په وینو رنګ دی
چوپه چوپتیا ده ټول ګنس او ګیچ دي جنجالونه ورځ له بلی ډیریږي
ذبیح الله وایه پسرلي ته لاړ شه بلچیری دا وطن د جګړو له لاسه بدرنګ دی
ویناوال او لیکوال
ذبیح الله شریفي

سرلیک ؛ شعر متن ؛ راکړه ډک جامونه ساقي ساقي راغلی یمه ستا خواته په توره شپه کې که لږ قرار وکړم په میخانه کې په زړه کې می ور د بیلتانه دی جامونه راکړه تازه تازه کې رانه پاتی جنت نیشان وطن دی د هجران لمبی ګرځوم په سینه کې په ډکولو تشولو د جامونو پام غلتوم بس به راته نه وایی په نشه کې ازلي شرابي نه یمه د چا له غمه یی څکمه ذبیح الله کتل ولی کړی راته په غوسه کې **** زما مسافر لالیه سترګی می ستړی شوی د لاری په کتو کې عمر لاړ تیر شو د هجران په غمو کې ته لاړی ماته د وکرل پل په پل غمونه زړګی می مدام ډوب دی ستا په وسوسو کې وس می نه شته که نه ولله کې می پریښی وی راځه راځه خوشحالي نه شته پریدي وطنو کې تنکۍ ځواني د خواری هیری کړه مسافری کې نه می هیریږي چی په مړاوو سترګو د غلي راوکتل په تلو کې هیرانه یمه زمونږ خوار قیصمتونه چیری ویده دي ذبیح الله شاعره مسافرو ته لیکه پیغامونه په شعرو کې **** راشه ای د صولی پسرلیه یو ځلي خو په د ویجاړو ورانو راشه ای د صولی پسرلیه سر پنا د ډیرو کوڼډو ایتیمانو راشه ای د صولی پسرلیه دلته هاوس خوشحالي نه شته چوپه چوپتیاده ټول ګنګس ګیچ دي یو وار خو په دغو مړاوو پړاوو زړونو راشه ای د صولی پسرلیه مرور ورونه له یوبل سره پخلا کړه لر او بر راټول په یوه جرګه کړه وطن راته ښایسته کړه د ازادۍ په بیرغونو راشه ای د صولی پسرلیه دا تور تمونه توری تیری راته رڼا کړه د صولی خوشبو یي خوره په هر خوا کړه نور بس ده ډیر ستړي شوي یو له جنګونو راشه ای د صولی پسرلیه ستا د راتږ ارمان ډیرو ګور ته ویوړ خیر که مونږ غریب یو خو ستا میلمه پانه به وکړو په ښو ډولو اټڼونو راشه ای د صولی پسرلیه متن ؛ مسافر دۍ شو ګرمه زه شوم خوشحالي نه شته په جهان کې اعمر می تیر شو په ارمان کې په سفر تللی اشنا نه راځي په زړه می غم ده خندا نه راځي مسافر دۍ شو ګرمه زه شوم د کلي نجونۍ راته ویي مرور ده بیا نه راځي لکه پتنک سوزیږم په ور د هجران کې اعمر می تیر شو په ارمان کې کله چی ځم بلې دنیا په لوري زما به سترګی وي اشنا ستا په لوري چی پاتی نه شی خامخا راشه ظالمه یاره لیږ نظر خو کوه زما په لوري لکه پاڼه ژیړه شوم د بیلتون په خزان کې اعمر می تیر شو په ارمان کې ستا غمو لیونی کړم مخه به وکړم د بیابان په لور راځه راځه زلکدن می ده روح می ځي د اسمان په لور د عشوقۍ په مدرسه کې د غم کتاب شروع کوم ژړارځینه ذبیح الله له یاده می ونه باسی چی زه ځم د بل جهان په لور که چیری مړه شوم بیا می پوښتنه کوه په قبریستان کې اعمر می تیر شو په ارمان کې ویناوال او لیکوال ذبیح الله شریفي

-
بېرته شاته