(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پخلاینه / د کابل قاتل

[07.Apr.2015 - 18:51]

د کابل قاتل
ټول افغانان یی بُنیادګربولي
لوی او واړه یی دھشتګربولي
 
د ھرچاکوریی په توپونوویشتی
ځکه یی واړه ویرانګربولي
 
د اویا زرو کابلیانو قاتل
ځان د ھرچاد زړګي سربولي
 
ھاغه چی ھیڅوک پری اتبارنکوي
خپل ځان له ټولومعتبربولي
 
چاچی د واک پرسروطن وران کړی
ھاغه اوس ځان زمونږرھبربولي
 
چاچی په ھرپردي خپل ځان خرڅ کړی
نن ځان ترټولو شملور بولي
 
څوک چی د بل په زورواکدارجوړشوی
اوس ځان ترټولو زورور بولي
 
ھاغه چی ھرچاته یی زیان رسیږي
خپل ځان ترټولوګټوربولي
 
نن یی ولس په ضد قیام کړیدی
دلته یی ھرڅوک ستمګربولي

چا وې نن دوه رقیبان سره پخلاشول

پخواني دوه دښمنان سره پخلاشول

اوباما د روحاني سره پخلا شو

امریکا اوآخوندان سره پخلاشول

ما وې دا خو د تعجُب خبره نده

داخو دواړه شیطانان سره پخلاشول

داخودواړه صمیمي ځنډن یاران دي

بیرته دوه ځنډن یاران سره پخلاشول

اوس به دواړه افغانان په ګډه وژني

بیا زمونږه قاتلان سره پخلاشول

بیابه سیمه د جګړی په اورکی سوځي

د جګړی دوه پلویان سره پخلاشول

انسانان به د پسونو په څیر وخوري

بیا قیامه سره لیوان سره پخلاشول

الحاج الھام الدین قیام

Alhaj Elham Qiam

-
بېرته شاته