(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مسلمان سه بسلمانه/خوار قانون صایب/فیس بوک

[26.Mar.2015 - 18:55]

محمود نظری

 

فیس بوک جان

 

 

چې په ما فیس بوک جان بد روږدسي افغان

لاس  ترې پریوله د هغه ختاوتلي ځوان افغان

 

هغه افغانان چې سم کاروي ما فیس بوک جان

هغه ځوانان سوي دي تر نورو زیات رېوک جان

دشوده ګانو دلاسه یم د ډیرو خصوصي البوم

دنیا ته ښیم دهغه  خور، ماینه، لور اواصلی نوم

ډیرو اکاونتونه خلاص کړي د ښځو په نومونو

لوڅي ویدوګانې پوست وي دبل چا  په نومونو

ځینې خپل زړه خالي کوي زر رنګه چټیات لیکي

ورځ او شپه اخته وي شیطاني کفري ایات لیکي

په خپل یوبغله عکس دبیکارانو غواړي کامنت

د یو لایک لپاره هر یو یو فریند ته کوي سینت

ټوله ورځ غربي هزلیات یا ډانسونه پوست وي

یا د خپل بزنیس او  اولادو عکسونه کریت وي

دګروپ سره ټوله ورځ په ډول ډول  ګیم اخته وي

دډیرو ناسولټو خبرونه  وراسته  او تربوخته  وي

اوس د روز ګارانو  لپاره سوی ښه تایم پاس یم

د لوده د راز د افشا کولو لپاره ښه زین کړی آس یم

ډیر مي چاغ او شلنډکړي دي په ډیرو لایکونو

څه جوړیږي د خرو او شودګانو په کامنتونو

زه فیس بوک جان یم د نوی خبر او خبرتیا لپاره

د علم او فن  سره دپوه ځوانانو د روږدتیا لپاره

دمظلوم د ږغ د اوچت او پورته کیدا لپاره

عدالت  او حق غوښتل  ددنیا دبې ګناه   لپاره

زه دچا شخصي نه یم زه  یوه ټولنیزه پاڼه یمه

زه یوازې زر پاڼه نه کله کله ځاله د تراڼه یمه

په ما لوی لوی پېښې او لوی کارونه کیږي

لوی غوغا وي او چپه کول د نظامونو کیږي

ځوانانو ته د زده کړې زمینه د هما پيدا کوم

په ځوانانو کې دعلم شور اوغوغا پیدا کوم

دا خپل دیادګار عکسونه وساتئ خپل ځان ته

په فکر لږ د خپل ګران وطن او دټوله جهان سه

ما ښه وکاروه ددوستانو  غوره شیان وګوره

دځان چټیات پریږده پیشرفت د جهان وګوره

ددنیا د پېښو اول خبر  سه ښه شیان شیر کړه

ځان جهاني کړه خپل ښوول دځان هیر کړه

رېوک (چالاک)؛سینت(زاری)، تراڼه (فساد)

 

څومره باتوران سوي دي زموږ بسلمانان

سریې ګرولی دی د عفریت او لوی شیطان

خپله بیګناه خور مور  لور په اور کې سوځي

لکه له اسلامه مخکې د قریش لوی جاهلان

له قرانه خبر  نه دي له خپل دینه خبر نه دي

په پټو سترګو په کږه لاره  دي سیده روان

حرام ته حلال وایي او هم پاک حلال ته حرام

هر کوچنی لوی يې وړیا سوي دي مفتیان

د ا بله یې واوره اې زما مسلمان وروره!

ځینې د شیطان لخوا سوي دي قاضیان

له اسلامه  یې دماشوم د لوبوسامان جوړکړی

هر ټګمار یې له اسلامه جوړ کړی دزرو کان

نوروز حرام بولي نه بولي حرام قتل دنفس

خبر نه دی ان بېرته شاته