(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښاغلي عبدالوهاب سرتېر

[25.Mar.2015 - 21:50]

آدم حوا سره پښتو ویله
خدای له موسی سره پښتو ویله
عیسی امت ته په خطاب کې ووېل
مریم له ما سره پښتو ویله
یوسف د مصر د عزیز ماڼۍ کې
د زلیخا سره پښتو ویله
د خپل آئین د خپرېدو په خاطر
زرتشت یما سره پښتو ویله
کلونه پس چې له ځنګله راغی
خلکو بودا سره پښتو ویله

سزار د خپلې زمانې زبرځواک

کلوپاترا سره پښتو ویله

لکه چې ژبه د عشاقو وي دا

مجنون لیلا سره پښتو ویله

سحر د خوبه چې راپاڅیدمه
ګل د بورا سره پښتو ویله

یوروپ کې لویه زویه تاته وایم

نیکه دې نیا سره پښتو ویله

دا پیژند پاڼه خپله  ورکه نه کړې

چې مور دې ما سره پښتو ویله

سرتیره څوک ؤ،چې په ماته ژبه

یوچا له تا سره پښتو ویله

 

دباچا خان دکلیزی په ویاړ .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سالار دقافلې دآزادۍو ، غفار خان 
سمبول دواقعی دمو کراسۍ و ، غفار خان 
دهند دنیمې وچې دتاریخ ځلانده ستوری 
مئین دهر انسان پر آزادۍ و، غفار خان 
تر پایه وفادار دی خپل آرمان ته پاتې شوی
په لټه دښکیلاک دنابودۍ و، غفار خان 
څراغ یی ؤ دسولی پر منطق دآزادۍ بل 
لایق دذعامت او دمشرۍ و، غفار خان 
هم فخر دافغان و، او هم فخر دانسان 
ملنګ لوی په محل کی دخانۍ و، غفا رخان 
دزور او دزیاتی پر ضد راوتی و، ډګر ته 
مشهور ددې سیاست په پلوۍ و، غفار خان 
تیر کړی یی کلونه په همدې جرم زندان کې 
غوښتونکی دزبیښاک دنابودۍ و، غفار خان 
تړلی یی له نوم سره تاریخ د( سرخپوشانو )
مظهر دلوی ایثار او قر بانۍ و، غفار خان 
تاریخ دسر ښندنو یی شانداره مدرسه ده 
ویاړلی پر نامه داستادۍ و ، غفار خان 
ګټلی یی پر خپلو کارنامو دی دبابا نوم 
بیشکه وړ دهر راز نیکنامۍ دی غفار خان 
آرمان دپښتنو دآزادۍ دی شی تر سره
غوښتونکی دهمدغی کامرانۍ و، غفار خان 
مزاریی دی زیارت دخاص او عام په ننګر هارکی
وصیت کړی همدا په زندګۍ و، غفار خان 
سرتیره دډیوو په بلو لو کې اتل و
دنیا سره دې لارکې پر سیالۍ و، غفار خان

 

دکبیر ستوري  یاد  04.04.2006

یـــو ســتـوری ؤ کــبــیــر چې لـه مــداره ځــیــنـی ووت
د ژونـد لـه دی نیـمـګــړی شــان بـازاره ځـــیــنــی ووت

خــوا خـــوږی مــهـربـانـه او مــیــن پـــه پــښــتـو ژبــــې
پـه اړو کــې زمـونــږ اړو لــــــه کــاره ځـــــیــــنـــی ووت

مــرګــی ئې په بې رحــمـۍ ســره چــمـن ته مـخـه کـړی
کــبــیـر مـــــو لـکـــه ګــل چـــې د ګـلـزاره ځـیـنـی ووت

خــفه په پـښـتـنـو یـم چې د سـر خـلـک ئـې سـرخـوری
کــوم ســتـوری چـې زمـونـږ د شــب تاره ځــیـنی ووت

کــبــیر داسـی پـښـتـون ؤ مـور راوړی چــې «سـرتـیره»
د نـــرخ ځــیــنـی ونه ووت خـــو د ښــاره ځــیـنـی ووت

 

داجمل خان خټک با با یاد :
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دکور ځراغ دخوشحالخان خټک و
ویاړلی مشر اجمل خان خټک و
موږ به یی تل په نامه فخر کـــوو
زموږدوهم فخر افغان خټک و
دوطنی مینی پــــــه تور یارانــو
دزولنــــــــــــواو دزنـــدان خټک و
لوی شو دلرې پښتونخوا غیږه کې 
خو خان دټول افغا نستان خټک و
دلروبر پښــــتون پر غـــــم کـــړ یده
ځکه په ټولو باندی ګـــــــران حټک و
د(غیرت چیغه) یی اوچــــــته کړله 
پرې ښورولی ټول آسمان خټک و
مینه یی پیو کی روودلې دمور 
مئین پر خپل پښتونستان خټک و
پاتی ټول عمر شو غلیم دښکیلاک
مدام پر دی لاره روان خټک و
سر تیر یی فخر پر نا مـــــــــه کومه 
دنوم خاوند ، مرد میدان خټک و
الله دی خټک صیب رحمت کړی

************

راځئ چې تېر شو له نوم لړه ، ځان افغان وګڼو 
ځانو نه ټول ديوې شمعې پتنګان و ګــــــــــڼو 
چې سره ویشو پر نو مو نو ځان بیلیږو سره 
راځئ چې دا کوچنئ خـــپرې کسر شان وګڼو

 

پر موږ دې رانشي رنځور پسرلی 
بیا دی په وینو نشي سور پسرلی 
موږ یی چې سترګې لګوو پر لاره 
غـــــــــــواړو دمینې او دنور پسرلی

 

تپوس ؟!
ــــــــــــــ
چېرته دی ځمکې ؟!
له آزاره دانسان خلاصون ....
کوم سمندر لري امان ؟
یا کوم آسمان خلا صون 
پر تا خو ګورم چې غوبل روان دی 
اوس نو ....دا ستړی بنیادم څه وکړي ؟
چې له آزاره په امان پاتې شي 
ځکه !
قبرونه هم لوڅيږی ...
څوک به پناه راکړي اوس ؟۱

 

تکفیر ....؟
ـــــــــــــــــــ
چاته وژاړم په کو کو 
دوختو نو له بېداده .....
(خدای) مې وویلې تکفیر شوم ....؟
چا پرې نښودم تر داده 
ـــــــ
نه مې سپین پريږدي نه تور څوک 
د تحسین او دپیغور څوک 
نه دچا دپیکی ګل شوم ...
نه خوندي شوم له عناده 
ــــــ
نه دد ېر نه دجو مات شوم
نه کوم رند دخرابات شوم 
څه پېکه بی خونده ژوند دی ؟
چې تېریږي نا مراده 
ــــــ
نه له مینې بهر مند شوم 
نه آګاه دژوند پر خوند شوم 
د سرتېر ـ نا ښاده برخه 
له ازله ده نا ښاده
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

رمان ..؟!
ــــــــــــ
لرې قلم ، لرې دېوان کړه چې سندرې بــو لم 
ما یکه زار ما یا قر بان کړه چې سندرې بــولم 
دزړه بړ اس مې دقلــــــم پر ژړا ونـــــه وتــــــــو
کارمې په دې توګه آسان کړه چې سندرې بولم
لاره راوښیه چې څنګه سړی غرو ته خیږي 
له غرو مې چېغه دزمان کړه چې سندرې بولم 
چې کهکشان مې پر هیبت دچیغو ورپېږې 
ګوته پر غاښ راته آسمان کړه چې سندرې بولم 
که مې پر غږ باندې را پاڅيږي له خوبه خلک 
ژوندی جرس مې د کاروان کـــړه چې سندرې بولم 
چې له آوازه مې را و ځيږي دودو نه نوي 
ما دیو ښکلی ژوند فرمان کړه چې سندرې بولم 
چې مې ریتاړې دګریوان پر غرو جنډې ورپي 
غوږونه خلاص دنیستان کړه چې سندرې بولم
خدایه ! دګونځو دا پېکه سو غات دې بېرته واحله 
موسم دګـــلو کــې مې ځوان کړه چې سندرې بولم

 

وعده ....؟!
ـــــــــــــــ
دا مې وعده ده ، وطنداره درځم 
پرېږدم دې نه ، سترګې پر لاره درځم
په هریوا مې چې خوږې شوې سترګې 
دبابا ښاره ! کند هار ه درځم 
پر زابل ،ځمه دښرنې پر لور
دپکتیا غرو کې مې څاره درځم 
سنځلو کړیدی لوګر کې ګلان 
په همدې لاره کابل ښاره درځم 
چې لږ دمه شوم دپروان پر لاره 
دسخی جان ښایسته مزاره درځم 
دګل سرخ مېلې چې تېرې شولي 
دبدخشان پر لور تخاره درځم 
هم هسې لنډ پر تورو غرونو اوړم 
دنورستان پر لار اسماره درځم 
چې دکونړ پر اوبو مست شولمه 
پر شنو درو دې الینګاره درځم 
دشعر ماښام به جوړوو په ګډه 
نارنج چې ګل شم ننګر هار درځم 
پر پېښور مې که ګوذر کېدلو 
بابا ! حتمی دې تر مزاره درځم 
دخوشحال خان دروهستان په هوا 
دپښتو نخوا پر هره لاره درځم 
زړه خو می دی چې ټول هېواد وګورم 
په دې څو ورځو کې بیخاره درځم 
وهاب سرتېر پکې خا پوړی کړي 
پر دې ډاډه اوسه چې یاره درځم .

 

غزل :
ـــــــــــ
وړي مې له ځان سره کابل ته بیا یادونه دچا 
چې زنګوي مې دخورو زلفو ټالــــــــونه د چــا
بیا مې په ذهن کې رېښې دمینې ځان ځغلوي
کرې مې ځړې په مئین زړه کې ، نازونه دچا 
کله درې کله تپې خو ما پغمان ته بیایی ....؟
ګورم خیالونو کې رنګین رنګین خوبونه دچا 
لکه نسیم پر مهر بانو ګوتو ناز را کـــــــــــــــوي
بوخت مې له ځانه سره ساتی بیا خیالونه دچا 
دزلمیتوب دتصور په رویایی جــــــــــهان کې 
شلوم په کومه غندل غاړه کې هارونه دچا 
دخاطرو په کرشمو کې چې پر هوش راغلمه 
ټینګ مې نیولی په لاسو کې و، لاسونه دچا
ګورمه خوب چې پسرلی راشی ، ګلونه راکړي 
ښایست دڅڼو کړم سر تیر دغه ګلــــــــو نه دچا؟

 

وړي مې له ځان سره بادونه ، نه پوهیږم چېرته 
دا ، را الوتی تو پانو ڼه نـــه پــــــو هــــیږم چیرته ؟
لکه رمه راغله له تا لـــــــندې بريښنا سره وریځ 
لویږی ضرور بیا تندرونه ، ڼه پوهیږم چـــــــــېر ته ؟

 

وروستی دیدن ...؟!
وروستی دیدن دی ،درته ژاړم را ته ژاړه نن شپه 
پر دوه پښوده دآذان پر برید ولاړه نن شپه 
سبا به پاتې وی یو یاد له ما او تا سره بس 
که ښکلوو، که ورکوو خپلو کې غاړه نن شپه

 

ډالۍ ...؟!
ـــــــــــــــ
که هر څو ځان راټولوم ، بیا مې یادونه یوسي
زره زره مې پر هوا لکه ګـــــــــــر دونه یوسي
ما د افکارو تشنج کلـــــــــه آرام تـــــه پریږدي 
چې څومره ځان مشغولوم بیامې فکرونه یوسي
عقل له زړه سره پیدا کړي ګـــــــډه ژبه دعشق 
چې مې له ځانه سره ستا خواږه یادونه یوسي 
پر خالو ښکلی ! که راویښه شوې نو څه به کوې ؟
که دې پر ژبه څوک له زنې نه خالــــــونه یوسي
بی لتا نه غواړمه ژوند ، وړی اوبو ښه یمــــــــه 
باران دې وشي چې مې خړ خړ سېلا بونه یوسي 
همداسې ویښ ښه یم آشنا چې پکې ته رانشی 
څنګه به ځان را ویښوم ، که مې خوبونه یوسي ؟
که پاڼې پاڼې یی ګلان شول ، له ډالۍ دمخه 
ـ سرتېر ـ به یار خپل پر وینو سره داغونه یوسي

 

کا فرې هېلې ...؟!
ـــــــــــــــــــــــــ
له زیارتـــــو نــــو سره ټولې دوهې ورانې شولی 
دملنګانو چې په سېمه کې شپې ګرانې شولی
اوس څوک ډېوې نه بلوی چې خپل مراد وغواړی 
چې په هټيو کې دښار شمعې ارزانې شولی 
لېونۍ تنده مې چې ستا پر لیدو ماته شوله 
کافرې هېلې مې په زړه کې مسلمانې شولې 
خپلې مښوکې راکوی زما په شونډوکې اوس 
سپېنې کوترې دصحرا چې مهر بانې شولې ؟
دخپلو نوو تکلونو په باب نپــــــو هـــــــــیــــــږم
زما ـ سرتېر ـ چې کومې هڅې وې کا مرانې شولی

 

ټول ژوند مې کړې لېونۍ مینه ده 
که پخوانۍ که اوسنۍ مینه ده
بهار مې بیا ددنګو غرو غېږه کې 
را ټوکولی پرونۍ مــــــــــــینه ده

 

پسرلیه
ته ښایسته یی 
ښکلا مینه ده که نده ؟
پر همدې مینه اخښلی ..
زما وینه ده که نده ؟
پسرلیه ! 
زه مئین یم ...
دا ګلان مې چې خوښیږی 
بی له مینې دا پېکه ژوند 
زما مړینه ده که نده ؟

 

پسرلیه ، پسرلیه
یو تړون راسره وکړه 
بس په نره یوه ژبه ...
دپښتون راسره وکړه 
چې ډالۍ دې کړم وطن ته 
تر ابده پکې اوسه 
په جونګړه دبا با کې ....
خوږ ژوندو ن راسره وکړه .

 

پسرلیه هلاکیږې 
لکه زه زما وطن کې
ښایست لوټ ، ښکلا تا لا ده ،
ګلان مړه زما وطن کې 
ته مانه ګورې چې مرمه ؟
ته ما نه ګورې چې تښتم 
تښته مرې دخوارې زویه ......
غواړې څه زما وطن کې ؟

 

پوښتنه ...؟
ــــــــــــ
چې دخزان سپېره بادونه ....
او دژمي ساړه 
درباندې تېرشی دسپرلی په امېد 
پسرلی هم راشی ګلان وکري 
خو....
پر ګلونو دې ږلۍ و، اُوري ...
چمن دی ټول اغزي اغزی شی یومخ 
خپل لاهو شوی آرمان څنګه ژغورې ؟

 

حقیقت او ګُمان ؟!
ـــــــــــــــــــــــ
فضا مې پر ټټر خونی باران نیولی ده 
لمنې مې چې زنه دګریوان نیولی ده 
یو خیال دی له خیالونو رسیدنه پر دې لاره ؟
بېړۍ مې چې له غاړې نه تو پان نیولی ده 
خفه لارې کوڅې دی ، له مستانو ځنې تشې 
دا سترګه نن دلمر چې د آســــمان نیولی ده 
انصاف سره ډغرې بدلوي دپېښو بڼه ....
نړۍ چې دا دپېښو کوم بحران نیولی ده 
زړګیه ! تش یونو م دی ریښتیا مه غواړه له چانه 
دعشق دحقیقت کیسه ګُمان خو ړلی ده 
بیا جوړې کړلی ځالې غما زانو په کو څو کې 
پښه مې له راتګه چې جا نان نیولی ده 
سرتېره ! که سپرلی شو نو ښکلا به څنګه راشی ؟
دا لاره چې ګلونو ته خزان نیولی ده

 

یاره که سپرلی شولو ...؟!
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رغړو به په ګلو کې 
یاره که سپرلی شولو
څه غواړو ، بیا مړو کې 
یاره که سپرلی شولو
ــــــــ
ګوره جی دا خلک نن....
سین پر مخه کړیدی 
لوبی دی له ژوند سره 
ژوند په اوبو وړو کې
ـــ
ځو به درڼا پر لور 
پل به دسبا اخلو 
نه ښایی له موږ سره 
ژون په تورو لړو کې 
ـــــ
خیر که څومره تږی شوې 
چا نه اوبه مه غواړه 
دلته دشربت په نوم .....؟
زهر ګډوی ګوړو کې 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

پر تا اوستا پر حریت باندی چې ننګ نکوي 
ستا دشرف پر غلیمانو چې غورځنګ نکوي 
وطنه! څنګه او په څه به یی انسان وبو لم ؟
یا به یی څنګه ددې خاورې او ا فغان وبولم

 

یو ډېر پخوانی ...خويه نوی سټایل نظم .
خوب ؟؟!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیګا ویده وم .....
عجب یو خوب مې لېده ...
یو ډارونکی خوب 
یوپارونکی خوب 
یو په نیشو نیشه ...؟
یو بوګنو نکی خوب 
خوب لا خلاص نه و
چی یومُخل راغی 
زما دخوب کوټی ته ....
(ټک . ټک) ..
او را بیدار یی کړم 
بیګا په خوب کې 
پر یوه لاره تلمه 
پر ډېره ښکلی سیمه 
ډېر مزیداره تلمه 
په شنو جلګو کی کرار کراره تلمه 
چې له یو ګوټ نه مې ....
دا یوه ناره واوریده 
( خلک څوک نشی وژای )
مرګ دی غلام دخلکو 
ــــ 
لکه چې کش می کړی څوک ..
ددې آواز پر لور 
لاره مې پرېښودله 
روان پر بله شوم 
تر څو دپېښې ځای ته 
لاړم داخله شوم 
ځای مې ونه پېژانده ...؟
چې پکتیکا وه ....
دکونړونو سیمه 
که لشکر ګا وه 
خو:
وینو ناری وهلی .....
( خلک څوک نشی وژای )
مرګ دی غلام دخلکو 
ــــ
تاسو باور وکړئ ...
چی لړزیدم له ډاره 
لکه لاټو ځای پر ځای ..
به تا ویدم له ډاره ..
چې یو څو پیغلې راغلی 
جوړ لکه حورې چې وي 
په احترام ټيټې شوې 
لکه مجبورې چې وی 
وینې یی ښکل کړي 
بیایی ترې ځان سینګار کړ ....
په ګډ آواز یی ووی :
( خلک څوک نشی وژی) 
مرګ دی غلام دخلکو 
ـــــــ
خوب لا خلاص نه و ...
چې دا مُخل راغی 
زما دخوب کوټی ته 
( ټک ټک ) او رابیدار یی کړم 
پس له روغبړ ځنې 
وی چې .. جهان کی څه دی ؟
په منطقه کې وایه 
افغا نستان کی څه دی ؟
مایی خبر غوڅه کړه 
چې جها نیان وایی
ددې هېواد بچوړی 
ټول افغا نان وایی:
دشفق له سرو وړنګو نه 
له بادو له تو پانو نه
دمطرب له ترانو نه 
غږ دساز راځی زه یی اورم 
یو آواز راځی زه یی اورم 
په دنیا کې آزاد اوسه ـ آزاد مړ شه 

 

چې کفران مو دنعمت کړی غریب شوو 
سزاوار دبد مرغۍ ، او بد نصیب شوو 
اوس که څومره توبې باسو نه قبلیږي 
له ګړنګه چـــــې لویدلو ته قریب شوو

 

سپرلی :
ـــــــــــــــ
سپرلی دوریځو ماتی شوي بیړۍ ...
په سمندر کې دآسمان خوشې کړې 
هاغه دی ...
وګورئ بچي دچمن ..؟
لکه بچی دمرغۍ 
چې وازې خولې ...
دخپلې مور ... دراتګ لارې څاري 
دسبا لارې څاري 
چې خپل له پیوو ډک تی 
ددوي په خولوکې ورکړي .

 

یو یاد ...؟!
ــــــــــــ
په شېبو شېبو باران و، چې ته راغلی 
پراته پړمخی ګلان وو،چې ته راغلی
له راتګ سره دې وتښتېدې وریځې 
لمر دمینې ارمغان و ، چې ته راغلی
انګیټۍ مې درته بله کړه چې تود شي 
غوړیدلی زما خوان و، چې ته راغلی
تر سبا مو اکاړی سره کــــــــولی 
څه په بیړه وخت روان و ، چې ته راغلی ؟
رنګ اوبوی درسره دواړه په رکاب تلل 
دپاریس عطر حیران و، چې ته راغلی 
بیلتانه سر تیر تر ستونی بیا نیولی
چې ځې شپه شی ، چرا غان و، چې ته راغلی

 

مینه څه ده ؟!
ـــــــــــــــــ
مینه اُنس دی ....
اُنس انسان دی 
چې اساس ددې جهان دی 
دنړۍ دپایښت نوم دی
او ..که نه :
دا جهان وران دی .

 

تاسو خپله خوشحالي کوئ بلبلو 
اعظمی خوندو نه واخلئ له دې ګلو 
موږ دا یو عمر خندا لیدلی نده ؟
طریقه ده را نه هېره دخندلو

 

کرکټ مو بایلود ، خو حریف نه بایلو
بیا به لوبیږو ، دا ردیف نه بایلــــــــو
دنړۍ کپ به خپل هېـــواد ته راوړو 
موږه پیاوړي ، ځان ضعیف نه بایلو

 

لاړه لاړه ...ځواني لاړه ...؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
حقیقت دی څه چی وایم ، 
مه آرمان کوه مه ژاړه 
لاړه لاړه ، ځواني لاړه ـــــ لاړه لاړه ځواني لاړه 
ـــــــــــ
یورنګین خوب و چی تېر شو
څه چی تېر شو هغه هېر شو 
خو له کله هیریږی 
زندګي ډکه له ویاړه ـــــ لاړه لاړه ځواني لاړه 
ـــــــــــ
زندګی مې خاطره ده 
چې تر مرګه راسره ده 
چې له یار سره ځوانۍ کې ...
ګرځېدم غاړه پر غاړه ـــــ لاړه لاړه ځواني لاړه 
ــــــــــــ
اوس به چیرته یی جانانه 
پر ما ګرانه مهر بانه 
چی نظر مو پر ښکلاو 
هم پر ناسته ، هم ولاړه ــــ لاړه لاړه ځواني لاړه 
ـــــــــــ
زلمیتوب و ، لیونتوب و 
لیونتوب و مېینتوب و 
هی افسوس دزنی ناکه ؟
نه می غاښ شته نه مې داړه ـــ لاړه لاړه ځوانی لاړه 
ــــــــــ
دبهار یوه څپه وه 
خوږ آهنګ خوږه نغمه وه 
دخزان سیلۍ وهلی 
دهوس دنیا ویجاړه ــــ لاړه لاړه ځواني لاړه 
ـــــــــــ
چې زما پر سن اوسال دی 
ټول اخته په دغه حال دی 
څوک لږ مخکی ، څوک لږ شاته 
یوپر بل پسې ځو واړه ــــ لاړه لاړه ځوانی لاړه 
ــــــــــ
نپوهیږمه څه رازدی ؟
دا دمینی کوم اعجازدی 
چی هر ښکلی مخ ته ګورم 
ته مې مخې ته ولاړه ـــــ لاړه لاړه ځوانی لاړه 
ـــــــــ
چی اوښتی تر شپيتو یم 
له کتاره په وتو یم 
له نطره ورو ورو لویږم 
دمزو دنیا می شاړه ـــــ لاړه لاړه ځوانی لاړه .

 

مارچه ..؟!
رانه واخلئ دا باروت .....
ماته قلم راکړئ 
په مارچه کې دټوپک ...
بیل او کُلنګ راکړئ 
دمکتب دروازی پرانیزئ ..
کتاب غواړم 
څوک مې نه پریږدی ، دې کارته ؟
سم ځواب غواړم .

 

بوری وریځې....؟!
ـــــــــــــــــــــــــــ
موږه بی موره وری یو .....
وږی یو تږی یو ...
پاس رمې بوری ګرځی ...
دخړو وریځو ....
خدایه ! 
موږ پاس وروله ..
ګوندې دا بوری وریځې
لکه دبورو میږو .....؟
موږه ته پۍ راکړي ....
...خپلې ممۍ راکړی ؟

 

موږ...؟!
ـــــــــــ
موږ لکه ( نوح) سره کښتۍ کې مخلوق
د توپانونو اوڅپو یرغمل ...
ګورو هواته که کوتره راشي 
دمحبت اود خندا له نړۍ 
کومه دګل له خندا ډکه غوټۍ ...؟
لکه شنه پاڼه دزیتون راوړي 
زیری دژوند دسباوون راوړي 
چې دا به کله راځي ؟؟

 

ننني وختونه ؟!
ـــــــــــــــــــــــ
لا خام ښکاري ، پاخه ندی يرې زړونه نننی
ماتیږی په ډکه چی دا لو ظونه نــــــــــننی
وفا پر کړی لوظ ، وفــــا پر ژ بـــــــه وه زموږه
اوښتی ولی ژبه ، او وختــــــــــــونه نننــی
ورو ورو لکه پویا خوري ،زموږ ګڼ ګڼ کمیسونه
بیاتی سره راغلی دی مو دونه نـــــــنــنی
خوړلی قناعت سر په ټولـــــــنه کی زمو دی
راوتــــــــی پـــه جـــګړه دی هوسونه نننی
تیریږی دمړۍ په شان له ستونی هیوادونه
سرحد او پوله نه منی ،ظـــــــلمونه نـــننی
موسم سره یی ورته نن سبا بولی وګړي 
پــــــدې چــــــی معتبـــر ندی کارونه نننی
ساقی پر پخوانی اندا ز پیالی نه راکوی نن
بیخی راته بدل ښکاری ، دو دو نه ننـــنی
غبرګون دیه قر بان پکی له ډزو سره پیچی 
دېره دبیګانه شول زما غـــــر ونه نــــــننی
نا دو دو د سر تیر حال او هوا بدله کـــړی
لامده یی چې پر اوښکو دی شعرونه نننی

 

تږی آرمان ...؟!
ــــــــــــــ
بیګا یوستوری له آسمانه په ژړا را کیو ت
په یوه تیارګوښه کې ناست وم چې پر ما راکیوت
زما پر توره شپه یی ډېر وژړل ؟
چی بیرته ته ....
نو وی ویل :
ای دتیارو ملنګه ....
دهدېرو ملنګه 
زه .. له همدې کلی آسمان ته جګ شوم 
دلته تیاره ولی ده ؟؟
زه درڼا تږی آرمان یمه ...
ډېوې بلې کړه .

 

پاس .....
دآسمان په لاجوردی غیږ ه کې .....
غواړم چې مینه وکړم ستوروسره ؟
په زور دی نه کوي ، پرما څوک کلي 
منظور می وریځی دی ...
دې تورو سره ؟

 


بی برخی مې له مینی دجانان مه ساته ربه 
اسیر می لاس تړلی دهجران مه ساته ربه 
څپوته چی بښلی زندګی شي سمندر کې
بی برخی له دې مینې نه کبان مه ساته ربه 
دا ژوند داوږو پیټی دی چی مینه پکی نه وی 
بی مینی دا دزړونو خاوندان مه ساته ربـــــــه
یو څه پر کاڼو زړونو باران وکړه چې پاسته شي ؟
اسیر دکـــا ڼـــو زړونو هــيڅ انسان مه ساته ربه
پر هیڅ سره دا وران زړونه پیوند کړه چې ټکور شی 
دا کـــور دمحبت او مینې وران مه ساته ربه 
چی هیله دبیا تګ لری په زړونو کــــــې وطن ته 
بندی یی په جنت کـــې د جـــهان مه ساته ربه 
چمن پر ګلو ښکلی وی ، خو سوی دی زموږه ؟
تا لا مو دا چمن او ګــــلستان مـــه ساته ر بـــه
دا ډېر عمر کړیږی ، آواره او در په در شــــــول
ناهیلی داسې ټول ژوند افغا نان مه سا ته ربه 
چی درد ورسره نه وی دانسان په ژوندا نه کی 
ژوندي پر سر دځمکی ،بی دردان مه ساته ربه
ـ سرتېر ـ داسارت له ژونده مرګ غــــــوره ګڼلی
اسېر یی دپرديو په هیڅ شان مه ساته ربــــــه

 

جانی، نیول په خواکی له وطن سره جفا ده 
اغزی کرل ګلانو کی چـــمن ســـره جـــفاده
پښه چې پر تېشه وهی زموږ ځنې ښاغلی 
له بل سره که نه وی ، خپل بدن سره جفا ده

 

لکــــه څنګه چی څېرو کې تفاوت دی 
همدغـه شان په فکرو کې تفاوت دی 
شاعران دی بیلابیل ، بیل یی فکرونه ..؟
چې اکثر یی په شعرو کې تفاوت دی

 

جنونه !لږ مهار شه ، ما په غرو مه اړوه 
بهر مې له خپل کلی ، په پردو مه اړوه 
کوڅه چې له چا ورکه شی دسپیو ورته پام شی ؟
ویریږم له غپلو، ما په سپو مـــــــه اړوه

 

زندګی ..؟!
ـــــــــــــــ
رنځ دی عذاب دی هر ساعت زندګی 
دا مېرات مړې د غُربت زندګی 
تجربه کړی مې په سوله کې ژوند 
پخپل وطن کې دجنت زندګی 
دهر چا خوښه خو زما لپاره 
دزهرو ګوټ دی د هجرت زندګی 
غوره ده سوله کې جنت نه راته 
خواکې دخپل غریب ملت زندګی 
دغلامۍ په کال به ورنکړمه 
یوه شــــېبه دحــــریت زندګی 
له ویاړه ډک مرګ درکولی شي پت 
نه ټيتي سترګی دذلت زندګی 
زندګی ښکلی ده خو نه غوا ړمه 
په هـــــره بیـــه او قیمت زندګی
ـ سر تیره ـ لټه یی وطن کی کوه 
که دی پکار وی دعزت زندګی

 

آشتی دمذاهبو ضرورت دی دنن ورځی
نزاع دعقایدو مصیبت دی دنن ورځی
هر څوک پوه شه مذهب یی ، هر سړی او خپله لار 
ګڼون دمذاهبو ، حقیقت دی دنن ورځی 
تو هین دمذاهبو او پردې نامه جنګو نه 
سړی پر دی شرمیږی ،خجالت دی دنن ورځی
الله پاک خپل بنده په ښو اعمالو مأمور کړی 
نیکی کول هر چا سره صفت دی دنن ورځی 
آدم مو چی بابا دی له وحشته لــــری کرکه
غوښتنه چی له موږه آدمیت دی دنن ورځی
چی خلاص سره په سوله کی ( هابیل ) شی له ( قابيله)
دټولو سوله پالو مسؤ لیت دی دنن ورځی 
په سوله کی له یوبل سره ژوند او اوسیدنه 
باید چی عملی شی مصلحت دی دنن ورځی
دستو نځو آواري ده په خبرو کی نه جنګ کی
سرتیره دا ډیر ښکلی حرکت دی دنن ورځی

قانون ...؟!
ــــــــــــــ
تر څو قانون پر ټولو پلی نشی 
دا اړو دوړ به هیڅوخت غلی نشی 
چې دځنګل ژوو جوړ کړی ځانته 
داسې قانون انسان منلی نشی 
ندی قانون چې پر غریب پلی شی ...خو !
زورور راکشولی نشی 
خود به ټولنه دفساد خواته ځي 
چیرته چی زور مها ریدلی نشی 
اوبه له سره را روانی خړې .....
له دی نه بل لامل لرلی نشی 
تر څو چی دا حالت تغیر ونکړی 
سو له په هیڅ عنوان را تللی نشی
سر تیر یی ندی دلیدلو جوګه 
ځکه چی دا وضعه لیدلی نشی

 

وخت دپاڅون دی ګنی مرې وطنه 
نوم اونښان دی دواړه خورې وطنه 
غلیـــــم دی ایښي دملت پر غاړه 
پر وینو سرې خونی ارې وطـــــنه

 

دجنت کُنجی ؟!
ــــــــــــــــــــــــ
پټۍ رانغلی دټپو ،دزخمي زړونو کورتـه 
وري دمالګو را روان دی دزخمونو کورته
لار ورکه کړې د باروتو کا روانو نو نــــده
دا زورور ښيئ خپل زور زما دغرونو کورته
له ټولو ورکه دجنت کُنجي دې خاوره کې ده ؟
چې دا په لټه ټول راغلی ، دکا نو نو کو رته
څټلې هر سړی زما پر وینو سره چا ړه ده 
د، روس پر پله راغلی نور ، ددې خوندو نو کورته
دوی دې هم ینه کړی سړه پر وریتو لو زما 
وهي دی ټول یومخ پکی ددې اورونو کـــو رته 
دلته دټولو قاعده ویـــنی او اور جـــــــو ړوي
چې دا له هرې لارې راغلل د جنګو نو کـــو رته
چا له مذهب ، چا له سیاست سره مذهب وتاړه؟
الله دی خیر کړی بیا زما دولسونو کـــــــــــو رتــــه 
لکه شوی اذلی وی دې و طــــــــــن ته دعــا
چې هر عاصب به غاړه ږدي ددې مـــــېړو نو کورته
الله دی ملا پخپله وتړي ز مــــــا د خـــــــــــلکو
چې بیا بری را وړی ، دنیا او دنیکو نو کو رته
لکه چې موږ یو دنړۍ دآزادۍ ذ مـــــــــه وار ....
ـ سر تېره ـ وړو به دا ډالۍ دهیوادونو کـــــــو ر ته

 

غزل :
ــــــ
قدم چی وړی په ګل پسی خزان ته به رسیږی 
دښکلو یارانه چی کړی هــــجران ته به رسیږی
آرمان ته رسیدنه ،دانـــسان د خوب لـــېده دی 
تل مه ګوره خوبونه چی آرمان ته به رســیږی..
سفر پر وزرونو چی دخیال کوې ممـــــــکن دی
ډاډه اوسه آشنا چې شنه آسمان ته به رسیږی
که نوروته په ژوند کی رسېده غواړي زړګـــــیه
پوره دې چې دا هیله شي ، نو ځان ته به رسیږی
غښتلی اراده دی کــه ملګري شوه په ژوند کی 
بیا هسکه غاړه ګرځه ،خــپل جا نان ته به رسیږی
انسان دمینې نوم دی چې ریښه لری په (اُنس) کې
که ځان غواړی ښاغلی نـــو انـــسان ته به رسیږی
ساحــــــل ته رسیدنه له مو جونو سره جنګ دی 
که سوبه غواړی جنګ کې نو تو پان ته به رسیږی 
- سر تېره ـ که دماتی فکر وباسی لـــــه ســر ه
له اوسه تبریک اوسه کاروان تـــه بــه ر ســـیږی

 

پوښتنه ...؟!
ــــــــــــــــ
یا به خاندم یا به ژاړم دزړه سره 
همزمان نه کیږی دواړه دزړه سره 
ژوند روان دی څوک به خاندی ، څوک به ژاړی 
خوشحالی شړلی نده چا له دره
پر ژړا دهر ژړاند مې سترګی سرې وی 
چاته دا او چا ته دا ده مقرره 
دډغرو لمن نه ښایی پری ایښی
دا له بلې هرې لارې ده بهتره 
خوشحالی دژوندون یو مخ ،ژړا بل مخ 
کله لاس اخلی دا دواړه له بشره ؟
هر عمل به پر خپل وخت رسوو سرته 
څه که سترګه دژړا پر وخت شی تره 
په خوښۍ چی خوشحالیږی ښه خبر ده 
پر غم ولی خفه کیږی ناز پروره 
په تیارو کی ده رڼا دورځی نغښتی 
دا پوښتنه کړې ما سر تیر له لمره

 

احساس ....؟!
ـــــــــــــــــ
غلبه مې داحساس مه ګڼه کمه 
داد لمر وړانګه دپاس مه ګڼه کمه 
چې احساس نه وی ګرمي نشته په ژوند کې 
ونډه هیڅوخت ددې لاس مه ګڼه کمه
ښه اړیکی له هرچا سره پکاردی 
آغېزه ددې تماس مه ګڼه کمه 
اعتبار دی شتمنی ده که دا نه و
صدمه ددې افلاس مه ګڼه کمه 
چی ما ڼۍ دې پرې دهیلو ودانیږی 
پخه تیږه داساس مه ګڼه کمه 
زمرد پر تول دکاڼو نه خر څیږی 
بیه هیڅوخت دالماس مه ګڼه کمه 
هر تصویر دژوندانه یوه صحنه ده 
انګېرنه دعکاس مه ګڼه کـــــــمه
دـ سرتیر ـ په هره اوښکه کی یو درد دی 
دا څپه د الـــتماس مــه ګڼه کمه

 

زه به درشم ...؟!
ــــــــــــــــــ
تاسو...
دباغ له میوو ډکې ونې
چې خدای پښې درکړی ؟؟
نه . نه غلط شوم...
خدای ریښې درکړی 
چې دریښو پر پښو .....
له ځمکې لاندی ځغلئ ....
او .... ماته نشئ راتلی
خو ما ملنګ ته خدای پښې راکړی 
ښه ده چې تاسو غوندې ونه نه یم ...؟
تاسو خو عذر لرئ ...
زه به درشم .

 

شاعرانه ننګر هار ،،،؟!
ـــــــــــــــــــــــــــــ
ننګرهار دی تل بهار شاعرانه 
په هر ټاپی کې سینګار شاعرانه 
په هر کلی په هر کور هر بانډه کی 
پنځېدلی دی آثار شاعرانه 
ښا یسته یی له جنته پاکه خاوره 
هم یی باغ دی هم یی ښار شاعرانه 
هم سور رود دی ، هم کامه هم خو ګياڼی دی
هم یی کڅ دی هم څپلیار شاعرانه 
په بهسودو کی ملنګ کړی خاړپوزی 
ملنګ جان چی وبیمار شاعرانه 
چی تر کو مه پکی ځی پکی لیدای شی 
دمجروح دزړه پر هار شاعرانه 
پکې وړانګی دجمال ندی لا مړاوې 
دیوه ګَل دی هم اسمار شاعرانه 
هره لویشته یی دنور رڼه دره ده 
نورستان او الینګار شاعرانه 
دالفت په شان ښاغلی یی روزلی 
هم یی برم دی هم وقار شاعرانه 
بی حسابه په دی سیمه کی تیر شوی 
خاوندان دافتخار شاعرانه 
که خادم و ،که سیلاب و که پژواک و
هر یو غر و دګفتار شاعرانه 
په پالنه او لما نځنه باندی ارزی 
زموږ ښکلی ننګر هار شاعرانه
همیشه دی وی سمسور سر تیره یاره 
دنیکونو دا یاد ګار شاعرانه

 

دغم ټغر ...؟!
ـــــــــــــــ
مالګی راسپړی ،چې را الوزی بادونه دلته 
چې لا تازه دي دکلو کلو زخمو نه دلـــــته
دجنګ اورونو ته لمن وهی په هر قدم کی
چې دا بچي زیږوي هره ورځ غمونه دلته
داسې ورځ نشته چې له موږه قربانی وانخلی ؟
دغـــــم ټغر چــې غــوړېدلی دا عمرونه دلته
زموږ په مرګ پسې راغلی دی یواځی اوبس 
ګنی نو غواړی څه بلا ؟ پردي پوځونه دلته 
ورځ چی تېریږی په ګڼون کی یی ډېر والی راځی 
هم الوتکی راولی ، هم خپل ټانکونه دلـــته
نه څوک په کورکې ځان خوندي ګڼی ، نه کلی کی ځان
رنګ رنګ را اوري ،له هـــوا پر موږ بــمونه دلته 
دخپل سلف پر لاره ځی دا نا خلفه خــــــــلک ؟
بایلی به خود زموږ په غرونو کې سرونه دلته 
له شرمېدلې ماتې غیر بله بــــر یا نـــــــــلری 
ګواه زموږه دمېړانې دي ټول غرونه دلته 
له دې وطنه به - سرتیره - په رمباړو وځی 
ایل کړی ندی چا سر تیره ولسونه ز مـــــــو ږ

 

داشین آسمان دا مینه ، دا مینه ناکه هوا 
له باران وروســــته دغه پاکه هــــــــــــــوا
ما ته جنت په قـــــدمـــونــــــــو کی ږدي 
نشه نشه دغه بی باکه هـــــــــــــــــــوا

 

لویه خدایه !
ــــــــــــــــــ
تجلی دمحبت زموږ قانون کـــــــــــــړه 
مجسم راته په حسن کی ژوندون کړه 
رسوي مو چې تودې غیږې دیار تــــه 
موږ جوګه دهغه تګ او هغه یون کـــړه

 

بغاوت ...؟!
ـــــــــــــــــ
تامې چې وتړل لاس -
بېرته شاته